ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران نړيوال قاري او د ۱۴۰۴ کال حج تمتع ته د لېږل شوي نور قرآني کاروان مشر، محمدجواد کاشفي، د ايکنا نیوز له خبريال سره په خبرو کې د دغه کاروان د غړو د بېلابېلو ډلو په توګه او په بېلابېلو وختونو کې د لېږلو يادونه وکړه او وې ويل: د نور قرآني کاروان ۲۰ کسيزه ډله لري چې په کې ۱۴ قاريان، پنځه کسيزه تواشيح ډله (د تهران نور تواشيح ډله) او يو حافظ قران پکې شامل دي.
هغه زياته کړه: د دغه کاروان په قاريانو کې ملي او نړيوالو محفلونو کې د تجروبې لرونکي نوموړي کسان هم شته. د تجربو لرونکو او نړيوالو غړو له شتون سره سره، البته سږ کال مونږ يوه ځوانه ډله لرو چې د مینځنی عمر ئې ۳۲ کاله دی.
کاشفي په دې ټينګار سره چې د ډلې غړي د دغه روحاني سفر لپاره د غوره تلاوتونو لپاره بشپړ چمتووالي لري، وويل: هيله ده چې په پاي کې د دې کاروان له لورې د اغېزشیندونکو تلاوتونو شاهدان ووسو.
د نور قرآني کاروان مشر روښانه کړه؛ د دې په پام کې په نيولو سره چې سږ کال د حجاجو د عمر اوسط د تېرو کلونو د حاجیانو په پرتله لوړ دی، پلان جوړونه د دې موضوع په پام کې نيولو سره ترسره شوې ده. پلان شوې چې د تلاوت لپاره آيتونه له مخکې ټاکل شوي وي او دا کار هم ترسره شوی دی. دا کار به د دې لامل شي چې اورېدونکي په ښه چمتووالي سره په قرآني محفلونو کې ګډون وکړي او په پایلې کې به له تلاوتونو ډېره ګټه پورته کړي.
هغه د تجروبو لرونکو او نړيوالو قاريانو د شتون او د دې تجربې د کار په پایلو کې د رول په اړه وويل: دې موضوع يو مناسب ظرفيت برابر کړی څو دا قاريان وکولای شي له خپلو اړيکو څخه ګټه پورته کړي او له نورو هېوادونو ورغلو قاريانو او قرآني فعالانو سره په تعامل او تبادلې کې اغېزشیندونکي وي.
https://iqna.ir/fa/news/4282027