IQNA

په دوحې نندارتون کې لیدونکو ته ۵ زره قرآنونه ډالۍ شول

11:30 - May 14, 2025
د خبر لمبر: 3491112
ایکنا - د سعودي عربستان د اسلامي چارو، تبلیغ او ارشاد وزارت د دوحې د څلور دیرشم نړیوال کتاب نندارتون لیدونکو ته ۵ زره قرانونه ډالۍ کړل.

 ایکنانیوز د moia.gov.sa له قوله راپور راکوي، دا قرآنونه د مدینې د «ملک فهد» د قران چاپ او خپرولو کمپلیکس  له خپرندوئې  څخه دي، چې د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت د دوحې د څلور دېرشم نړیوال کتاب نندارتون په څنډې کې د دغه نندارتون لیدونکو ته ډالۍ شوي دي.

د سعودي عربستان غرفه یا سټال  د دغه نندارتون لیدونکو ته د ډالۍ لپاره ۱۰  زره قرآنونه په پام کې نیولي، چې دا قرانونه د ملک فهد مجمعې له لورې په بېلابېلو اندازو کې چاپ او خپاره شوي دي.

د اسلام د رسالت خپرول او د نړیوالو پیښو په ترڅ کې د سعودي عربستان د کلتوري او تبلیغي  ګډون پیاوړتیا د قران په خپرولو او وېشلو سره د دوحې د څلور دېرشم نړیوال کتاب نندارتون کې د دغه هېواد  ګډون او لیدونکو ته د قران د ډالۍ کولو موخه بلل شوې ده.

دا  قرآنونه د قرآني علومو د کارپوهو عالمانو د یوې ډلې په څارنې سره ، د لوړو کیفیتي معیارونو په پام کې نیولو او د بیاکتنې او چاپ په دقت سره د ملک فهد کمپلیکس کې چاپ او خپاره شوي دي.

د سعودي عربستان  سټال  په دغه  نندارتون کې د لیدونکو له تود هرکلي سره مخ شوې او په دې غرفې یا سټال  کې د قران په  ۷۷  ژبو  ژباړې نندارې ته وړاندې شوي دي.

لیدونکو د دې سټال په لیدو سره د ملک فهد کمپلیکس کې د قران د چاپ او خپرولو له وسایلو سره اشنا شول او د غرفې چلوونکو له لورې د قران د چاپ مراحل، له بیاکتنې څخه تر وروستي تولید پورې، دوی ته تشریح شول.

باید ووئيل شي ، چې  د دوحې څلور دېرشم نړیوال کتاب نندارتون د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې له ۸مئ (د ۱۴۰۴ کال د غواي ۱۸ ) څخه د دوحې د نندارتونونو او کنفرانسونو په مرکز کې پیل شوی او   د  مئ تر  ۱۷  (د غواي ۲۷ ) پورې دوام لري.

https://iqna.ir/fa/news/4282141

captcha