IQNA

په مصرکې د شیخ «حمدی زامل» تلاوتونو بیا خپرول ( ویډیو)

11:51 - May 14, 2025
د خبر لمبر: 3491113
ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د خدای بخښلي مصري قاري شیخ حمدی زامل د رحلت  د ۴۳ کلیزې په مناسبت د هغه تلاوتونه په خپلو رسمي پلیټفارمونو باندې بیا خپاره کړل.

 ایکنانیوز د الشروق له  قوله راپور راکړ،، د مئ میاشتې ۱۲ د شیخ حمدی محمود زامل، چې د مصر او اسلامي نړۍ د قران د  تلاوت یو  سترو شخصیت  و، د وفات ۴۳مه کلیزه وه.

په دې مناسبت د مصر د اوقافو وزارت  ووئيل چې د شیخ حمدی زامل یو شمېر مرتل تلاوتونه، د هغه د عاجزانه او د په زړه پورې غږ د قدرونې په موخې، د دغه  وزارت په رسمي پلیټفارمونو باندې خپروي  څو د هغه یاد تازه کړي.

هغه د ۱۹۲۹ کال د دسمبر په ۲۲ د مصر د «دقهلیه» ولایت د «دمنه» په کلي کې د «منیه» په کلیوالي سیمه کې زېږېدلی و او تر ۱۰ کلنۍ مخکې ئې قران حفظ کړی و.

شیخ حمدی زامل د مصري قرآني استاد شیخ «عوف بحبح» په  شتون کې د قرآن تلاوت او تجوید زده کړل او په دې برخه کې ئې مهارت ترلاسه کړ.

د مصر د اوقافو وزارت د دغه مصري قاري د وفات د کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیې کې وویل: شیخ زامل یو بې‌نظیره قاري و چې د خپل غوره اجرا او پياوړي حافظې له امله د نامتو قاريانو له خوا وستایل شو.

هغه د مصر په بيلابيلو دیني مراسمو کې د تلاوت په  وجه  شهرت وموند او په ۱۹۷۶ کال کې ئې تلاوت د مصر د راډیو او تلویزیون له خوا تائید شو، او یو له هغو لږو کسانو څخه شو چې د خپل عاجزانه تلاوت له امله ئې په رسنیو کې پراخ شتون  درلود.

شیخ زامل خپلو زده‌کړو ته  په الازهر کې دوام ورکړ  او د الازهر استادانو د هغه له  ذاتي هوښیارتیا متأثره شول، او شیخ توفیق عبدالعزیز د هغه لپاره  د یو روښانه قرآني راتلونکی وړاندوینه وکړه.

هغه د تجوید د احکامو په رعایتولو کې ځانګړی ؤ او د خپل وخت د لویو قاريانو لکه شیخ مصطفی اسماعیل او استاد عبدالباسط عبدالصمد له خوا ئې  درناوی کېده.

شیخ زامل د عاجزۍ او ښه اخلاقو نمونه و، له  خلکو سره ئې مینه درلوده او خپلو استادانو او همکارانو ته وفادار و. هغه د ۱۹۸۲ کال د مئ په ۱۲ له دې نړۍ سترګې پټې کړې او زرګونو مینوالو ئې د هغه جنازه ادا کړه.

په دوام کې د  توبې سورې  د ۱۱۱ تر ۱۱۷ آیتونو تلاوت د شیخ حمدی محمود زامل په غږ او انځور سره ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي. دا تلاوت په ۱۹۷۷ کال کې د مصر د ټیلویژن په سټوډیو کې اجرا شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4282207

captcha