IQNA

ټرمپ د اماراتو په شیخ زاید جومات کې(ویډیو)

10:34 - May 17, 2025
د خبر لمبر: 3491124
ایکنا - د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ متحده عربی اماراتو ته په تلو پسې د هرکلي له دستورو  وروسته د اماراتو د شیخ زاید جومات ته لاړ.

 ایکنانیوز د سکای نیوز په حواله راپور راکوي،د متحده عربی اماراتو امیر محمد بن زاید آل نهیان د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر د هرکلي په مراسمو کې،چې د لویدیځې آسیا د سفر په وروستي تمځي کې ابوظبي ته ورغلی ؤ، برخه واخیسته.

د امریکا ولسمشر د هرکلي له دستورو سملاسی وروسته د اماراتو د شیخ زاید جامع جومات ته هم لاړ.

د ابوظبي ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان له ټرمپ سره د شیخ زاید جومات د لیدنې پر مهال ملتیا وکړه. ټرمپ په صحن نور کې په لنډو خبرو کې وویل: آیا دا ښکلی دی؟ ډیر ښکلی دی. زه په خپلو ملګرو ډیر ویاړم. زه ویلی شم چې دا یو په زړه پورې کلتور دی.»

هغه د دې تاریخي، کلتوري او مذهبي ودانۍ د لیدو لپاره شوي ترتیبات یو «لوی ویاړ» وباله.

ټرمپ د نور صحن او د لمانځه اصلی هال، چې د هندسي طرحو، قیمتي تیږو کارونو، د سرو زرو پوښل شوي ستنو، رنګینو لوسترونو او یوه دودیز طرحې لرونکي غالۍ سره، چې د نړۍ تر ټولو لویه لاسي اوبدل شوې غالۍ ده، سینګار شوې وه، ستاینه وکړه.

هغه همدارنګه د خپلو ژباړنو سره یوځای یوه منبت کاري او د سرو زرو پوښل شوې دیوال ولیده او وروسته د یادګاري عکس اخیستو لپاره په غالۍ مینځ کې ودرېد.

 https://iqna.ir/fa/news/4282694   

captcha