IQNA

د الجزایر د خوشخطۍ په جشنوارې کې د اسلامي نړئ د هنرمندانو غونډه

9:47 - May 19, 2025
د خبر لمبر: 3491136
ایکنا -  د الجزایر  عربي خوشخطۍ  دیارلسمه نړیواله جشنواره، د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د خطاطانو په ګډون د دغه هېواد په «المدیه» ښار کې ترسره شوه.

 ایکنانیوز د العربی الجدیده له قوله  راپور راکوي،دا جشنواره د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د غواي د میاشتې  په  ۲۲، په  المدیه ښار «حسن الحسنی» کلتوري مرکز کې پیل شوې او د پنجشنبې په ماښام، یعنی د غواي  د میاشتې په  ۲۵ پای ته ورسېده.

د دغېه پړاؤ شعار «وفاداري؛ ژمنتیا او تړاو» ؤ  او دا پیښه د الجزایر د  نامتو خطاط «عبدالحمید اسکندر» د یاد درنښت په موخې سره ترسره شوه.

د الجزایر ۲۰ ولایتونو او د فلسطین، سورئې، مصر، عراق، اردن، لیبیا، ترکیې، ایران، ملایشیا، عمان، هند، تونس، بحرین، چین او پاکستانه نړیوالو پلاوؤ په دغې جشنواره کې ګډون کړی و او پکې د الجزایر ي او غیر الجزایري هنرمندانو له ۱۰۰   زیاتې د خوشخطۍ تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې.

د المدیه جشنواره د سیالۍ او د حروف‌نگارۍ، ثلث خط، کوفي مصحفي خط او دیواني خط (د اسلامي خوشخطۍ  د  ډولونو) په اړه د زده‌کړې ورکشاپونو سره مل وه، چې  خطاط هنرمندانو پرې څارنه کوله.

همدارنګه، د الجزایر جامع جومات،د الجزیره ښار د ښایسته هنرونو میوزیم،د المدیه د خلکو د هنرونو او دودونو ملي میوزیم او د «سی امحمد بوقره»  ډګروال مجاهد میوزیم لیدنه د جشنوارې یو فرعي پروګرام وو.

د الجزایر د عربي خوشخطۍ نړیواله جشنواره تیر کال د «فلسطین لپاره؛ بریا او وفاداري»  په شعار سره ترسره شوې وه.

دا جشنواره یوه کلنۍ پیښه ده چې د اسلامي کلاسیکو هنرونو د پیژندنې لپاره جوړېږي او په تېرو کلونو کې ئې پرمختګ کړی او په یوه نړیواله پیښه بدله شوې ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نامتو خ خطاط جلبوي. \

گردهمایی هنرمندان جهان اسلام در جشنواره خوشنویسی الجزایر

گردهمایی هنرمندان جهان اسلام در جشنواره خوشنویسی الجزایر

https://iqna.ir/fa/news/4282943

captcha