IQNA

په لومړي ځل د حج په موسم کې!

په مسجد الحرام کې د ښځو لپاره د لمانځه ځانګړي هالونه

11:08 - May 21, 2025
د خبر لمبر: 3491150
ایکنا -  د حرمین شریفین د چارو د ادارې مسئولانو په مسجد الحرام کې ځانګړي خدمتونه برابر کړي، چې تر ټولو مهم ئې د ۱۴۴۶ قمری  کال د حج  د مناسکو او لمنځونو په خاطر د ښځو لپاره د  ځانګړي  هالونه بیّل کړي دی.

 ایکنانیوز د سعودي د واس خبري اژانس په حواله راپور راکوي،د مسجد الحرام او مسجد النبي (ص) د چارو د اداره کولو عمومي څانګې د سږ کال د حج موسم،( ۱۴۴۶ هـ ق، )لپاره په لومړي ځل په مسجد الحرام کې د ښځو لپاره د لمانځه  ځانګړي هالونه او تالارونه  په پام کې نیولي دي.

دغې ادارې  په یوې اعلامیې کې د ښځینه حاجیانو او زیارتوالو  لپاره په نوي  بیّل شوو هالونو او تالارونو کې یو لړ مدغم خدمتونه هم برابر کړي، لکه د روغتیائي پاملرنې برخه چې د بیړنیو طبي حالاتو د څارنې لپاره د مرستندویه ټیمونو له لارې تیاره شوې، او همدارنګه د  بې درکه او ورکو شیانو لپاره ځانګړې ځایونه جوړ شوي څو موندل ئې آسانه شي.

دغې ادارې په دې برخې کې د قرآن د حفظ او تلاوت د اصلاح کړئ  هم جوړې کړې، د قرآن د ژباړو نسخې ئې تیارې  کړې، د شرعي مسائلو او د مناسکو د ترسره کولو په اړه ئې ارشاد او لارښوونې وړاندې کړې، د لمانځه تالارونو او برانډو ته د ننوتلو او وتلو  برحې ئې تنظیم کړی،او د پرکوَټو کسانو لپاره ئې ځانګړي مجهز لمانځه هالونه او تالارونه له ویلچیرونو او ځانګړو لارو سره  تیار کړي دي.

د حرمین شریفین د چارو اداره کولو عمومي ادارې همدارنګه  په اعلامیې کې وئيلي دي چې د رضاکارو ښځینه ټیمونو ډلې د حج په ځانګړو شپو ورځو کې د ښځینه حاجیانو او زیارتوالو  د ملاتړ لپاره چمتو دي،د ښځو د لمانځه تالارونو پاکوالي ته دوامداره پاملرنه کوي، او د لاس ضدعفوني کوونکي مواد(سیني ټایزر)د مسجد الحرام په بېلابېلو برخو کې د حاجیانو لپاره په لاسرسي کې کیښودل شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4283667

captcha