IQNA

د بشري حقوقو فعالانو په هندوستان کې د نیول شوي مسلمان استاد ملاتړ وکړ

11:11 - May 21, 2025
د خبر لمبر: 3491151
ایکنا -  په هندوستان  کې د پوهنتوني استادانو او مدني حقونو فعالانو په سلګونو کسانو،د یوه مسلمان استاد ملاتړ کړی چې د ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې له پاکستان سره د وروستيو پوځي شخړو په اړه د خپراوي په علت  نیول شوی دی.

ایکنانیوز د ټي آر ټي له قوله راپور راکړی، په هندوستان کې له ۱۲۰۰ څخه زیاتو پوهنتوني استادانو، فعالانو اود مدني ټولنې غړو د اشوکا پوهنتون د یوه هغه  مسلمان استاد ملاتړ کړی چې د ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې له پاکستان سره د وروستيو پوځي شخړو په اړه د خپراوي په وجه  نیول شوی دی.

دوی یو پرانیستی خط لاسلیک کړی او غوښتنه ئې کړې چې د استاد د بدنامولو او ناسمو معلوماتو د خپرولو په موخه د ې تخریبي کمپاین پای ته ورسیږي.

په دې سر خلاصي لیک کې د سیاسي علومو د دغه ستاد نیولل  غیر منطقي بلل شوې، او د هغه پر وړاندې د هدفمنې ځورونې او د جنګ لپاره د کور  یج  د  غچ اخیستنې پر ضد د خبرو کولو له امله د هغه د سانسور کولو هڅو ته اشاره شوې ده.

په لیک کې راغلي: د محمودآباد د یوه ښوونکي، یوه وګړي او د  ګډ سوله ایز ژوند  او سولې  باندې په باور لرونکي   وګړي په توګه له خپلو دندو پرته بل ئې هیڅ نه دي کړي.

محمودآباد د مئ په ۷  د هند او پاکستان ترمینځ د هوایي بریدونو له پیل یوه ورځ وروسته، په فیسبوک کې یو پوسټ خپور کړ ی او جنګ غوښتونکي ئې مخاطب کړی ، او  لیکلي ئې دي؛ : شاید جنګ غوښتونکي کولی شي په هماغه اندازه په لوړ غږ غوښتنه وکړي چې د ډله ییزو وژنو، خودسرو  ویجاړیو او د بهارتیا جانتا ګوند(بی جې پی)له  اسلام د وېرونې او نفرت خپرولو قربانیان د هندي وګړو په توګه خوندي شي.

هغه لیکلي: تاسو په دقیق ډول څه غواړئ؟ د یوه ټول ملت نسل وژنه؟ ایا مونږ واقعاً غواړو د ماشومانو د پراخې وژنې ملاتړ وکړو چې د راتلونکي دښمنانو په توګه وګڼل شي؟ هغه په هندي رسنیو او سیاستوالو د پاکستانیانو د غیر انساني انځورولو  د خپرولو په اړه نیوکه وکړه او دا ئې د جنګ او د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زمینه جوړونې  په توګه وباله.

محمودآباد د دغو پوسټونو له خپرولو څو ورځې وروسته ونیول شو. د هندي فعالانو په لیک کې د هاریانا  صوبې د ښځو له کمیشن څخه غوښتنه شوې چې خپل  شکایت بیرته واخلي او له محمودآباد څخه بخښنه وغواړي. همدارنګه له اشوکا پوهنتون څخه هم غوښتنه شوې چې د دغه  پوهنتوني استاد تر څنګ دې ودریږي، په ځانګړې توګه په دې وخت کې چې هغه د یوه ښوونکي، یوه وګړي او د همغږۍ او سولې په باور لرونکي شخص په توګه له خپلو دندو پرته بل هیڅ نه دي کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4283628   

captcha