IQNA

حج په قرآن کې/ ۱

حج؛ د توانمنو او شتمنو پر غاړه د خدای حق 

12:44 - May 23, 2025
د خبر لمبر: 3491154
 ایکنا -   قرآن کریم حج پر انسانانو د خدای یو حق ګڼلی او د هغو کسانو پر غاړه دی چې د خداي کور ته د تلو توان لري.دا فریضه نه یوازې یوه عبادي کړنه ده، بلکې د رښتیني ایمان نښه هم شمېرل کیږي.

ایکنانیوز  =  قرآن کریم د آل‌عمران سورې په ۹۷ آیت کې فرمائي:   «فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ»

دا آیت ښئي چې د حج مناسک ترسره کول د توانمنو او شتمنو  لپاره یوه الهي دنده ده. په دې آیت کې د «استطاعت» کلمه یوازې مالي اړخ ته محدوده نه ده، بلکې د بدني توان، د لارې امنیت، روغتیا او له  بېرته ستنېدو وروسته د ژوند د چلولو امکان هم په بر کې نیسي. د آیت دوام د «وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِي عَنِ الْعَالَمِینَ» په عبارت سره یادونه کوي چې د حج قصدا پریښودل  د الهي امر په وړاندې د کفر او بې پروائۍ یوه بڼه ده. 

په دې آیت کې د حج  نه ترسره کو د کفر په اصطلاح تعبیر شوي دي. ځینې مفسرین وائي چې په دغه آیت کې کفر د هغه چا لپاره دی چې د حج د وجوب منکر شي او دا له اسلامه وتل ګڼي. خو نور بیا باور لري چې د حج نه ترسره کیدا (حتی که د وجوب له انکار سره مل نه وي) له اسلام څخه وتل دي. ځینې نور بیا وائي چې د کفر کلمه د حق په وړاندې هر ډول مخالفت شاملوي، خو دا مخالفت درجې او مراتب لري او هره درجه خپل خاص احکام لري. 

د ځینو مفسرینو له نظره،د «آیت بینات» (روښانه نښو) تعبیر د خدای د کور د څرګندو نښو په معنا دی او دا آیت د یهودو هغو اعتراضونو ته ځواب دی چې بیت المقدس یې له کعبې غوره ګڼلی. قرآن د یهودو د اعتراضونو په ځواب کې په تېر آیت کې د کعبې امتیازات بیان کړي او په دغه آیت کې ورته «آیت بینات» زیاتوي. د خدای د کور روښانه نښې، د حج د آیات له مخې، دا دي: مقام ابراهیم، د هغو کسانو امنیت چې هلته وارد شي، او د مستطیع کسانو لپاره د حج وجوب. 

https://iqna.ir/en/news/3493180

captcha