ایکنانیوز د qna.org.qa له قوله راپور راکړی،د قطر حکومت په دغو سیالیو کې،چې د کرویشیا د مشیخت اسلامي (د مسلمانانو د چارو اداره) په نوښت جوړې شوې وې، برخه اخیستې وه. سید محمد احمد الحرم ددې سیالیو د بشپړ قرآن د حفظ په څانګې کې د قطر استازی و.
د رییکا ښار اسلامي کلتوري مرکز، چې له یوې لسیزې زیات وخت مخکې د قطر په ملاتړ پرانستل شوی و،ددغو سیالیو کوربه و. د قطر قاری سید یوسف حسن الحمادي، د سیالیو د قضاوت په کمیټې کې و او د ګډونوالو پر سیالۍ ئې څارنه کوله.
۲۰ هېوادونو له اروپا،آسیا او افریقا څخه په یوه قرآنی او معنوي فضا کې په دغو سیالیو کې برخه اخیستې وه. دا پیښه د حافظانو لپاره یو نړیوال ټریبیون ؤ چې د قرآن د حفظ او تجوید په برخې کې خپلې تجروبې شریکې کړي.
کرویشیا، قطر، بوسنیا او هرزګووینیا، شمالي مقدونیه، صربستان، الجزایر، ترکیې، ګینه، سویډن، بنګلهدیش، لبنان، تیونس، فنلنډ، پاکستان، جرمني، بلجیّم، هسپانیه، البانیا، بریتانیا او کوسوو په دغو قرآنی سیالۍ کې ګډون کوونکي هېوادونه وو.
دا نړیواله سیالي له ۳۵ کلنۍ څخه پورته عمر لرونکو حافظانو لپاره وه او په پاي کې محمد عبدي له سویډن څخه لومړی مقام، عثمان نجده له لبنان څخه دویم مقام او له ګینه څخه باری سلیمان ابوبکر درېیم مقام ترلاسه کړ.
د راپور له مخې، د «قرآنی نسل» په نوم سیالي هم د ماشومانو او ځوانانو لپاره د کرویشیا په بېلابېلو ښارونو کې د ۳۰۰ زدهکوونکو په ګډون ترسره شوه.
دا سیالي د کورنیو او ځاي ټولنې له ځانګړې هرکلي او پاملرنې سره مخ شوه. د قرآنی تلاوتونو اجرا، دیني سرودونه او مداحي او نعتونه او تعلیمي او تربیتي فعالیتونه د دې پیښې نور پروګرامونه وو.
https://iqna.ir/fa/news/4283870