ایکنا نیوز د عربستان د رسمي خبري اژانس په حواله راپور راکړی، د دغه هېواد سترې محکمې اعلان وکړ چېپرون چارسنبې ورځ د مې ۲۸ (د غبرګولي ۷ ) د ذي الحجې میاشتې لومړۍ ورځ وه، داسې میاشت چې حج پکې ترسره کېږي. د سعودي عربستان عالي محکمې دا خبر د ذي الحجې د میاشتې له لیدلو وروسته اعلان کړ.
د سعودي عربستان عالي محکمې اعلان وکړ: د عرفات ورځ، چې د کلني حج زیارت تر ټولو لوړه پيښه ده، د پنجشنبې په ورځ، یعني د جون ۵ (د غبرګولي ۱۵ ) او د دغه راز د جمعې ورځ،یعني د جون ۶ (غبرګولي ۱۶ ) به د قربانئ اختر د جشنونو لومړۍ ورځ وي.
د ذي الحجې د میاشتې د لیدونکي کمیټې د سعودي عربستان سترې محکمې د سه شنبې په ماښام یوه غونډه ترسره کړه او د یو شمېر شاهدانو له لورې ئې د میاشتې د لیدلو د شواهدو له ارزونې وروسته دا پرېکړه وکړه.
اوسمهال له یو میلیون څخه زیات کسان د حج تمتع د مراسمو لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي او د راتلونکې اوونۍ څخه به د حج اصلي مراسم پیل شي. اټکل کېږي چې سږکال به د حاجیانو شمېر له دوو تر درو میلیونو پورې زیات شي.
https://iqna.ir/fa/news/4285104