IQNA

د مصطفي اسماعیل د زوی د فاتحې په مراسمو کې د عبدالباسط د زوی تلاوت(فیلم)

10:43 - May 29, 2025
د خبر لمبر: 3491195
ایکنا – دخدای بخښلي استاد عبدالباسط زوی، طارق عبدالباسط عبدالصمد، د مصر د نامتو قاري د مصطفي اسماعیل،د مشر زوی د فاتحې په مراسمو کې د قرآن کریم په زړه پورې تلاوت وکړ. 

 ایکنانیوز  د الیوم السابع په حواله راپور راکړی، د شیخ مصطفي اسماعیل کورنۍ د هغه د مشر زوی، انجنیر «عاطف مصطفي اسماعیل» د فاتحې دستورې  د مصر په لویدیځي   ولایت السنطه   ولسوالۍ کې په میت غزال» کلي کې ترسره کړل. 

دا مراسم د میت غزال کلي او شاوخوا کلیو د سلګونو اوسېدونکو په ګډون ترسره شول او د مصر او اسلامي نړۍ د نامتو او بې ساري  قاري استاد عبدالباسط زوی، طارق عبدالباسط، هم پکې ګډون کړی و. 

د فاتحې مراسم د عاطف مصطفي اسماعیل او د هغه د پلار په زېږنځای کې د ویر او ماتم  د  خېمو په جوړولو سره ترسره شول او د مصر نامتو قاريانو،طارق عبدالباسط عبدالصمد او شیخ حجاج الهنداوي، پکې د قرآن کریم تلاوت وکړ. 

باید ووئيل شي،چې عاطف مصطفي اسماعیل د شیخ مصطفي اسماعیل مشر زوی و، چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵ ) ئې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. 

عاطف د «پلار د میراث راټولونکي» او «د شیخ مصطفي اسماعیل د تلاوتونو تر ټولو لوی اورېدونکي» په لقب مشهور و او د هغه د جنازې مراسم  په سه شنبې ورځې  د هغه په زېږنځای، میت غزال کلي کې ترسره شول او په همدې کلي کې د کورنۍ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. 

د مصر د اوقافو وزیر، اسامه الازهري، د عاطف مصطفي اسماعیل د مړینې په مناسبت د تسلیت په پیغام کې وویل:  پخ ایماني زړه سره د قضا او قدر په منلو سره د مصر د قرآن تلاوت د یو مخکښ او د طلائي حنجرو د خاوندانو د زوی  د مړینې په مناسبت  تسلیت وایم.

https://iqna.ir/fa/news/4285155

captcha