ایکنانیوز د ماسپرو له قوله راپور راکړی، د مصر د ملي رسنیو د ادارې مشر او لیکوال احمد المسلماني وئيلي دي، یو میوزیم به د «قاریانو میوزیم» په نوم تاسیس شي، چې د مصري نامتو قاریانو عکسونه، لاسي لیکنې، قراردادونه، ثبت شوي قرائتونه او وسایل به پکې شامل وي.
هغه زیاته کړه: دا میوزیم به د قرآن کریم راډیوئي چینل پورې اړوند وي او د ماسپرو (د مصر ملي رسنیو اداره) په ودانۍ کې به یو مناسب ځای او ممتاز موقعیت د میوزیم د مرکزي دفتر په توګه وقف شي.
د المسلماني په وینا، د نامتو قاریانو له کورنیو سره اړیکه نیول شوې څو د دوي وسایل د نوي موزیم لپاره راټول شي. دا میوزیم به د منظمولو، معرفي کولو او د نندارې لپاره د چمتووالي وروسته د منظمو لیدنو لپاره پرانیستل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4285501