د ایکنا د راپور له مخې، د بیتالمقدس او فلسطین لوي مفتي او د فتوا د عالي شورا مشر شیخ محمد حسین وویل چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د اختر لمونځ به د سهار ۶:۰۵ بجې ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې د پنجشنبې ورځ، یعني د غبرګولي دمیاشتې ۱۵ ، د عَرفې ورځ ده او د دغې ورځې روژه سنت ده، نو پر خلکو ئې د روژې نیولو ټینګار وکړ.
شیخ محمد حسین له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځ دې شهیدانو، بندیانو، ټپیانو او اړمنو کورنیو ته ورشي او له شتمنو کسانو ئې وغوښتل چې قرباني وکړي او په دې توګه خدای ته نږدې شي، ځکه دا کار د کورنۍ، خپلوانو او اړیکو پیاوړتیا او د فقیرانو او اړمنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره مرسته کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4285802