IQNA

د قربانۍ اختر لپاره د فلسطین د لوی مفتي وړاندیزونه

13:38 - June 02, 2025
د خبر لمبر: 3491212
ایکنا- شیخ محمد حسین اعلان وکړ چې په فلسطین کې د اختر لمونځ به د جمعې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۶ مه ترسره کېږي او ټینګار ئې وکړ چې خلک باید د اختر په ورځ د شهداؤ،بندیانو،ټپیانو او اړمنو کورنیو ته ورشي او شتمن کسان دې قرباني وکړي.

د ایکنا د راپور له مخې، د بیت‌المقدس او فلسطین لوي مفتي او د فتوا د عالي شورا مشر  شیخ محمد حسین وویل چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د اختر لمونځ به د سهار ۶:۰۵ بجې ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د پنجشنبې ورځ، یعني د غبرګولي دمیاشتې  ۱۵ ، د عَرفې ورځ ده او د دغې ورځې روژه سنت ده، نو پر خلکو ئې د روژې نیولو ټینګار وکړ.

شیخ محمد حسین له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځ دې شهیدانو، بندیانو، ټپیانو او اړمنو کورنیو ته ورشي او له شتمنو کسانو ئې وغوښتل چې قرباني وکړي او په دې توګه خدای ته نږدې شي، ځکه دا کار د کورنۍ، خپلوانو او اړیکو پیاوړتیا او د فقیرانو او اړمنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره مرسته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4285802

captcha