IQNA

د مسلمانو محصیلینو قرآني سیالۍ دې په پوهنتون کې او دمحصلینو په هڅوترسره شي

10:07 - June 03, 2025
د خبر لمبر: 3491215
ایکنا – د پوهنتوني جهاد مشر علي منتظري د مسلمانو محصیلینو  د قرآن  دنړیوالو سیالیو د  اووم  پړاؤ  د پالیسي جوړونکې  شورا په غونډه کې وویل: دا سیالۍ باید په پوهنتون  کې  او په بشپړه توګه د محصلینو په لاس ترسره شي، یعنې د پروګرامونو اجرا باید د محصلینو له خوا وي  څو دا پیښه یو بشپړ محصیلي او ځوانانه هویت ترلاسه کړي. 

د ایکنانیوز د  راپور له مخې، د د قرآن کریم  اوومې نړیوالې قرآني سیالیو د پالیسئ شورا لومړنۍ غونډه د پوهنتوني جهاد  په مرکزي دفتر کې د علي منتظري په شتون  سره ترسره شوه. 

منتظري وویل: پالیسي  جوړونکي  شورا د قرآني سیالیو د ترسره کولو لپاره تر ټولو لوړه فیصله کونکې مرجع اداره  ده. هغه زیاته کړه: که څه هم زمونږ همکارانو د پوهنتون د قرآني  ادارې په چوکاټ کې د دغو سیالیو د تنظیم لپاره دوامدارې هڅې کړې، خو د شورا هر غړی حق لري خپل نظرونه د سیالیو د لا ښه ترسره کیدو لپاره وړاندې کړي. 

هغه وویل: د جهاد پوهنتون لپاره دا لوي ویاړ دی چې په ۱۳۶۴  لمریز کال کې ئې لومړی ځل د قرآن آواز په پوهنتونونو کې پورته کړی او پوهنتون او محصلین ئې له قرآن سره نور هم بلد کړي. دغه کار د قرآني سیالیو د دایمي سکرټریټ د جوړیدو لامل شو او وروسته د پوهنتون د قرآني  ادارې په نوم یو مرکز جوړ شو. 

د نړیوالو قرآني سیالیو د پالیسي شورا مشر زیاته کړه: په دغې قرآني لارې کې مونږ د ډېرو تعلیمي مرکزونو لپاره بېلګه شو او د علومو او روغتیا وزارتونو د جهاد پوهنتون له تجروبې په استفادې سره  قرآن سیالۍ جوړې او اجرا کړې. 

منتظري وویل: دا سیالۍ لومړی ځل په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د ډاکټر رحیم خاکي په هڅو سره په اصفهان کې جوړې  شوې. هدف ئې دا و چې د نړۍ د مسلمانو محصلینو قرآنی ځواکونو سره یوځاي شي او د محصلینو ترمینځ یو قرآنی چینل جوړ   شي. که څه هم دا بهیر له پړاوونو تېر شوی، خو بیا ئې هم زور اخیستی او خپل ژوند ئې جاري ساتلی دی. 

هغه زیاته کړه: د دغو سیالیو له لاسته راوړنو یوه دا ده چې د قرآنی محصلینو پارلیمان جوړیږي، چې دا کار د نړۍ د اسلامي پوهنتونونو د قرآنی ظرفیتونو د همغږۍ لامل کیدلی شي او د دې پیښې موقتي کمزورتیا به نور نه وینو. 

منتظري ټینګار وکړ: دا سیالۍ د محصیلینو د هڅو او پویا کیدو په برکت تر دې کچې رسیدلي دي. خو د پالیسي شورا په غړو کې د محصلینو عنصر نشته، که غواړو سیالۍ په شور او شوق سره ترسره شي، باید له ځوانو وګړو غافل نشو. 

هغه وویل: په جهادي پوهنتون کې کلتوري پیښې په لږو پیسو، خو د جهادي روحیې او انگیزې سره ترسره کیږي. د پوهنتون قرآنی  ادارې  هم د دغو سیالیو له وقفې وروسته لوی کار ترسره کړ او په جهادي روحیې سره ئې د سیالیو د بیا پیلولو فیصله وکړه. 

منتظري زیاته کړه: مونږ د دغو سیالیو لپاره د نړۍ د مسلمانو محصلینو  عنوان غوره کړی، څو د نړۍ له ټولو هېوادونو څخه مسلمانان په کې ګډون وکړي. 

هغه په پاي کې وویل: که سیالۍ په یوه رسمي تالار یا د کمو کسانو په شتون سره  ترسره شي، دا ئې  بې مزې خبره ده. دا سیالۍ باید د پوهنتون په مینځ کې  او په بشپړه توګه د محصلینو په لاس ترسره شي،  څو  په بشپړ  ډول د محصلينو  او ځوانانو هویت  او بڼه ولري. د علمي سمینارونو ترڅنګ د نامتو علمي شخصیتونو معرفي او ستاینه هم د سیالیو تر څنګ کیدلی شي. 

https://iqna.ir/fa/news/4285895

captcha