ایکنا - د علوي مقدس آستان د غدیر د نیکمرغه اختر په درشل کې د ۷۵ غدیري بیرغونو د تیارولو اقدام کړی،څو د عراق د ولایتونو ترڅنګ، د نړۍ په ۴۲ هېوادونو کې هم ورپيږي.

د ایکنا د راپور له مخې، په نجف اشرف کې د علوي حرم د پلان جوړونې او پراختیا د مرکز مشر وسام اسکندر وویل: دا غدیري پرچمونه یا بیرغونه د عراق او د نړۍ د خلکو له امیرالمؤمنین (ع) سره د وفادارۍ څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړه: په داسې حال کې چې د ذیالحجې په ۱۴مه نېټه د غدیر نیکمرغه اختر اصلي بیرغ د حضرت امام علي (ع) په حرم کې پورته کېږي، ۲۲ بیرغونه به د عراق په ولایتونو او نور پرچمونه به د نړۍ په ۴۲ هېوادونو کې پورته شي.
https://iqna.ir/fa/news/4286178