ایکنا نیوز د الجزیرې په حواله راپور راکوي،، د بریتانیا د ویسټ مینستر» لومړنۍ محکمې د دوشنبې (د غبرګولي ۱۲ ) هغه کس چې د لندن په مرکز کې ئې د ترکیې د کنسولګرۍ مخې ته د قرآن یوه نسخه وسوځوله، د دیني جرم په تور چې عامه نظم ئې ګډ وډ کړی، محکوم کړ. دا په داسې حال کې ده چې د دغې فیصلې منتقدینو دا د مقدساتو سپکاویو قانون ته د بېرته ګرځېدو په توګه یاد کړ.
۵۰ کلن حمید جوشکون، د ۳۲۵ ډالرو په جرمانې محکوم شوی دی. هغه په تېرې فرورئ میاشت کې د لندن په مرکز کې د ترکیې د کنسولګرۍ په مخ کې د قرآن سوځولو پر مهال د اسلام پر ضد شعارونه ورکړي وو.
د جوشکون وکیلانو د صادرې شوي فیصلې باندې په نیوکې سره دا محاکمه مقدساتو د سپکاوي قانون ته، چې په ۲۰۰۸ کال کې په بریتانیا کې لغوه شوی و، د بېرته ګرځېدو هڅه بللې ده.
هغه د وارد شوو تورونو په ردولو سره، په ټولنیزو رسنیو کې اعلان کړی و چې دا اقدام ئې د ترکیې د حکومت پر ضد یو اعتراض و.
رسنیو د قاضي جان مک ګاروا له قوله ویلي: د دیني کتاب سوځول، که څه هم د ځینو لپاره توهینآمیز دی، خو په ضروري بلوه راپورته کونکی نه دی.
هغه زیاته کړه: هغه څه چې د جوشکون اقدام بلوه غواړی کړی، د دغه عمل وخت او ځای دی چې له سپکو خبرو سره مل و، او مک ګاروا ټینګار وکړ: «هیڅ دلیل نه و چې هغه دې د 'لعنت' کلمه وکاروي او دا مستقیماً اسلام ته منسوب کړي.»
د ویست مینستر محکمې قاضي همدارنګه وویل: «دا اقدام ډېر لمسؤنکی او د یوه دین د پیروانو پر وړاندې د کرکې له امله ترسره شوی دی.»
د بریتانیا ملي سیکولر ټولنې، چې قرآن کریم د سپکاوي کونکي د وکالت یوه برخه ئې تمویل کړې، ادعا کړې چې دا محاکمه د بیان ازادۍ ته لوی زیان دی، او د بریتانیا محافظهکار ګوند هم دا ادعا تکرار کړې ده.
د یادونې وړ ده، تېر فبروري ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړه چې په هغه کې حمید جوشکون د لندن د ترکیې سفارت مخې ته د قرآن یوه نسخه سوځولي او وروسته یو کس پر هغه برید کړی او د دې اسلام ضده عمل مخه نیسي.
هغه مخکې خپل تورونه رد کړي وو او ویلي ئې وو چې دا اقدام ئې د ترکیې د اسلامپالي اردوغان حکومت پر ضد یو سولهيیز اعتراض ؤ او د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې ئې ترسره کړی دی.
دا قضیه د بیان د ازادۍ د حدودو او د توهین به مقدسات قوانینو د احیا په اړه پراخ بحثونه راپارولي، او نیوکه کونکي د توهین به مقدسات قوانینو» عملي بېرته ګرځېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4286264