ایکنانیوز راپور راکوي، د پوهنتون استادې او لبناني شنونکې میرمن لیندا طبوش، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۳ مه د امام خمیني د ۳۶ تلین په مناسبت د ایکنا په کوربتوب د «امام خمیني کبیر؛ د اسلامي نړۍ د بدلون بیلګه» په عنوان سره په نړیوال ویبینار کې د «امام خمیني؛ د اسلامي امت د ځان پېژندنې مبدع» په موضوع خبرې وکړې. د هغې د وینا ویډیو د فارسي ژباړې سره خپره شوې ده.
د لیندا طبوش د وینا ځيني برخې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.
د لبنان دغې پوهې او شناندې او استاذې میرمن لیندا طبوش د خپلې وینا په پیل کې غوره درود او سلامونه د خداي رسول، د نړۍ رحمت، حضرت محمد (ص) او د هغه په پاکې کورنۍ او د دغې لوی ورځې صاحب، د اسلامي انقلاب ستر او ارواښادرهبر روح الله خمیني موسوي باندې ، چې د هغه د زیږون، جهاد او بعثت تر ورځې د خداي رحمت پرې وي واستول.
هغې بیا ووئيل،لومړی د حج مسئله، بیا د امام خمیني په اندیشه کې د اسلامي وحدت، او ورپسې د ځاان پېژندنې مفهوم د هغه خدای بخښلي له نظره د اسلامي وحدت د پیاوړتیا له لارې ستاسو خدمت ته
وړاندې کړم .
د لبنانیانو له نظره مونږ ټول د هغه د مکتب او فکر تربیه شوي یو او د امام موسي صدر د لارې دوام ورکوونکي یو.
د اسلامي انقلاب کلي مفاهیمو، د اسلامي ځان پېژندنې او ولایي انسان پېژندنې لپاره اړینه زمینه برابره کړه.
د ځان پېژندنې په اړه د امام خمیني څلور موضوعات، چې د قرآن کریم او د رسول اکرم (ص) د روښانتیا ورکوونکو تعلیماتو پر بنسټ د اسلامي وحدت لپاره مقدمه ده. قرآند یس سورې په شلم آیت کې فرمائي؛ او یو سړی د ښار له لیرې ځای څخه منډه کړه او وې ویل: ای خلکو، د دغو رسولانو پیروي وکړئ» (یس/۲۰). یو سړی د پاکې کورنۍ له نسل څخه راغی، چې د اسلام له شیشې دوړې پاکوي او امت له تیارې او ګمراهۍ ژغوري. زمونږ د زمانې حسین، لکه څنګه چې مونږ لبنانیان ئې تل او ابدي نوموو. لبنان، چې د مقاومت په نوم یادیږي، تل دا دعا لري «خدایا، د خمیني غورځنګ د مهدي تر انقلاب پورې سالم وساته::
هغه په دودم کې ووئيل؛ تر نن ورځې پورې اسلامي انقلاب د هغه د جانشین، حضرت امام خامنهای په شتون سره ساتل شوی دی. د امام خمیني فکر له قرآن څخه اخیستل شوی او منهج ئې پر اسلام ولاړ دی. هغه د عاشورا قیام تلپاتې کولو سره د زمانې ستر انقلاب رامینځته کړ او په اوسمهاله نړۍ کې ئې تر ټولو پیاوړی نظام تاسیس کړ.
هغه ووئيل امام خمینی یو ستر او په تقوا پوښل شوی او په خداي باؤر کونکی سړی و، نه د وسلو، سلطې یا دیکتاتورۍ سړی. هغه یوازې د تقوا، زهد او صادقانه کلام وسله درلوده. مونږ لبنانیان او د امام موسي صدر پیروان دې ته روزل شوي یو. امام خمیني یو لوی شخصیت درلود، چې د هغه په برکت ئې د ایران اسلامي جمهوریت مشري وکړه او ایران ئې د عدالت، پرمختګ او ازادۍ په شعار له استعماري سلطې وژغوره او بشریت ئې له جهل او ګمراهۍ خلاص کړ.
هغه روښانه کړه ،ډېرو دسیسو د ایران اسلامي جمهوریت ګواښه، خو د امام خمیني په راتګ او د هغه د خاص هدف په برکت، د دښمنانو ټولې دسیسې، په تېره بیا د مقاومتي چورلیز او لبنان، چې د سوچه محمدي اسلام د مکتب تربیه شوی دی، شنډې شوې.
امام خمیني لومړنی کس و، چې د اسرائیلو د سرطاني دانې په اړه ئې خبرې وکړې او ټینګار ئې وکړ، چې دا غده باید له مینځه یووړل شي. مونږ په لبنان کې د امام موسي صدر د دغې مشهورې فتوا سره روزل شوي یو، چې «اسرائیل مطلق شر دی او له دې رژیم سره هر ډول جوړجاړی حرام دی. له لبنان څخه تر ایران پورې یو مشترک پل شته، چې دښمن یو دی، زړونه یو او امت یو دی. زمونږ واحد دښمن اسرائیل دی، چې باید له مینځه لاړ شي.
میرمن لیندا طبوش روښانه کړه ،د امام خمیني لپاره وروستۍ موخه الله و او الله د هغه د چارو د سنجش معیار. د امت د خداشناسۍ بنسټ دا دی، چې لومړی خداي په سمه توګه وپېژني. له همدې امله د امام خمیني ځانګړی تمرکز، د یوه ستر انقلابي مشر په توګه، د رسول الله او حضرت علي (ع) په څېر، پر ځان پېژندنې و، چې له غفلت ئې ډډه وکړه.
لکه څنګه چې رسول اکرم (ص) ویلي: «خوشحالي د هغو مجاهدینو لپاره، چې د خداي په لار کې له جهاد اصغره بیرته ګرځي، خو جهاد اکبر له نفس سره جهاد دی. یا بل ځای امام علي (ع) د متقینو په خطبه کې د جهاد په اړه وائي: «جهاد د جنت یوه دروازه ده.»او په دې توګه امت په بصیرت او پوهې سره هغه څه ترلاسه کړل، چې زموږ ستر شهید، سید حسن نصرالله، د محمدي او ولایي عشق سید، د جهاد په اړه ویلي. هغه سید، چې د امام خمیني په سپیڅلې لار روان شو او تل ئې ویل: «خدایا، زما او زما د اولادونو له عمره کم کړه او زمونږ د امام او مشر، امام خامنهای عمر اوږد کړه.» د خداي سلام او درود د امام خمیني پر روح، چې د داسې قوماندانانو او مشرانو د روزنې برکت یې د خپل مکتب په شتون سره ترلاسه کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4286374