IQNA

په مسجد الاقصی کې د قربانئ د اختر لمونځ ادا شو

13:08 - June 07, 2025
د خبر لمبر: 3491234
ایکنا-  پرون جمعې ورځې په لسګونه زره لمونځ کوونکو په مسجد الاقصی کې د قربانئ د نیکمرغه لوي اختر لمونځ ادا کړ.

 ایکنانیوز  د صدی البلد له قوله راپور راکړ، پرون د جمعې په ورځې او د نیکمرغه لوي اختر یا د قربانئ د اختر په  سهار لسګونه زره لمونځ کوونکو په مسجد الاقصی کې د قرباني اختر لمونځ ترسره کړ.

د نیواکګرو اود صهیونیسټ  میشته ښارګوټو  داوسیدونکو له خوا  لګول شوو محدودیتونو سره سره، تکبیر ویونکو د «الله اکبر» په چغو سره  زیات  شمېر لمونځ کوونکو د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

له بلې خوا، د صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو د هغو لمونځ کوونکو پر وړاندې چې له مسجد الاقصی څخه وتل، د شعارونو او سندرو په ویلو سره لمسؤنکې کړنې ترسره کړې او د المجاهدین په سړک کې د باب حطه او باب الاسباط ترمینځ ځای پر ځای شول.

د مسجد صحن له  بیت‌المقدس او د فلسطین له ټولو سیمو څخه  له ورغلو لمونځ کوونکو څخه ډک و، او د اسرائیلي چارواکو له خوا د زاړه ښار په دروازو او د مسجد په دروازو کې د لګول شوو محدودیتونو او تدابیرو سره سره، یوه ځانګړی معنوي فضا خپره وه.

لمونځ کوونکي پرون سهار وختي  سهار له لومړیو ساعتونو څخه په صحن کې غونډ شول، په داسې حال کې چې د اسلامي اوقافو ادارې امنیتي کمیټیو د خلکو تګ راتګ منظم کاوه.

د اسرائیلو چارواکي لا هم په بیت‌المقدس او د مسجد الاقصی په شاوخوا کې سخت امنیتي تدابیر پلي کوي او د قربانئ اختر په  شپو ورځو کې د زرګونو کسانو د واریدیدو مخه نیسي.

له بلې خوا، فلسطینیانو په خان‌یونس کې په یوه ویجاړ شوي مسجد او همدارنګه د ام‌الفحم په اشغال شوي ښار کې د قرباني اختر لمونځ ادا کړ. 

د فلسطین مقاومت کمیټیو په یوه بیان کې اعلان وکړ: «د قرباني اختر مبارکي مونږ ټولو مجاهدینو، مبارزانو و، د یمن انصارالله شجاع مشرانو، د مقاومت اسلامي حزب‌الله وروڼو، زمونږ په عراقي مقاومت وروڼو، د ایران اسلامی جمهوریت ، د نړۍ ټولو پتمنو  او زمونږ د ملت ټولو ملاتړو ته چې په دې برخلیک ټاکونکې جګړه کې شریک دي، وړاندې کوو.»

په دې بیان کې د قرباني اختر مبارکي ټولو فلسطینیانو، عربي نړۍ او اسلام ته وړاندې شوې ده.

د فلسطین مقاومت کمیټو په دې پیغام کې زیاته کړې: «د غزې د مبارز او ستر ملت په درناوي، چې له ترټولو وخشي ډوله  جګړې سره مخ دي، مونږ په بشپړه توګه دریږو.::

https://iqna.ir/fa/news/4286788

captcha