IQNA

ایکنا سره په خبرو اترو کې وڅېړل شوه:

ولې د مصر پخوانیو قاریانو تلاوت اصیل او اغیزشیدونکی دی؟

13:18 - June 09, 2025
د خبر لمبر: 3491248
ایکنا - د هېواد نامتو قاري، علي اصغر قدیري مفرد، د مصر د پخوانیو قاریانو د تلاوت د اغېزمنتیا راز ته په اشارې سره وویل: دغو قاریانو د غږ  او نغمو په پرتله د آیتونو معنا او مفهوم ته او د هغه د مخاطب زړه او روح ته د رسولو لپاره زیات پام کړی دی.

په داسې دور کې چې ځینې وختونه د قرآن تلاوت یوازې په صوتي نمایش بدل شوی او د   غږ ښکلا او د نغمو ډولوالی  د اصلي موضوع تر سیوري لاندې راوستی، د پخوانیو قاریانو، په تیره بیا د مصر د طلایي نسل د سلوک بیا راژوندي کول د تلاوت د خوندیتوب  لپاره اړین دي. دا قاریان له دې مخکې چې غږ  ته پاملرنه وکړي، زړونه ئې پاکول او له دې مخکې چې نغمه غوره کړي، معنا ئې په روح کې ځای پر ځای کوله. د ایران نامتو قاري، علي اصغر قدیري مفرد، د اصفهان له ایکنا سره په خبرو کې د دغه  نسل د پایښت راز، د رهبر معظم انقلاب نظرونه د اغېزمن تلاوت په اړه او هغه آداب بیانوي، چې که نن سبا قاریان ورته پام وکړي، نه یوازې خپل روح به د قرآن سره جوړ کړي، بلکې د مخاطب زړه به هم د وحی د کلام حقیقت ته نږدې کړي. ایکنانیوز خبریال له هغه سره یوه مرکه کړې چې ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

ایکنا: ستاسو په نظر، ولې د مصر پخوانیو قاریانو لکه مصطفى اسماعیل او محمد رفعت تلاوت دومره اغېزشیندونکی  دی او پایښت لري؟

ځواب ؛ د مصر پخواني قاریان د  غږ او نغمو په پرتله د آیتونو معنا او مفهوم ته او د هغه د مخاطب زړه او روح ته د رسولو لپاره زیات پام کړی دی. په دې کې شک نشته: «هغه خبره چې له زړه راووځي، په زړه به ننوځي.» د دغو قاریانو د تلاوت د اغېزمنتیا او اصالت لامل د معنا او مفهوم درک کول دي. لکه څنګه چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود  هم فرمایلي: «دا چې تاسو ګورئ د مصطفى اسماعیل تلاوت اغېزشیندونکی دی، لامل ئې دا دی چې هغه پخپله د هغو آیاتونو تر اغېز لاندې دی چې تلاوت کوي ئې.» خو ځینې نور قاریان داسې نه دي؛ هغوی یوازې د اجرا صنعت کوي او غواړي یو ښکلی کار وړاندې کړي. تاسو چې قرآن تلاوت کوئ، هڅه وکړئ چې د آیتونو معنا ته پخپله پام وکړئ.

ایکنا: د رهبرۍ ستر مقام د قرآن د اغېزشیندونکي تلاوت په اړه کومې سپارښتنې لري؟

ځواب ؛ یو له هغو مهمو اړخونو څخه چې مقام معظم رهبر ئې د قرآن د تلاوت په اغېزمنتیا کې مهم ګڼي او د تلاوت د اصالت لامل یې بولي، «د قاري لخوا د قرآن د آیتونو د معنا درک کول» دي. یعنې قاري باید د قرآن تلاوت کولو پر مهال په  آیتونو  او مضامین باندې په دقیق ډول وپوهېږي او وروسته له پوهېدو، له دې مضامینو او معناوو متاثره شي، څو د دې تاثیر په واسطه پر نورو هم اغېز وکړي.

ایکنا: ستاسو په نظر، د اصیل قرآنی تلاوت په اجرا کې د کومو عواملو رعایت مهم دی؟

ځواب ؛ د لهجي او غږ معیارونو رعایت د تلاوت په اصالت کې ډېر مهم دی. دا چې کارول شوي آهنگونه او نغمې مناسبې وي او د الهي کلام له معنوي روح سره سمون ولري او معنوي حس منتقل کړي، ډېر اهمیت لري. په دې اړه مقام معظم رهبر فرمایلي: «د قرآن تلاوت له آوازخوانۍ سره مه ګډوئ. آوازخواني بېله موضوع ده.» په زړه پورې ده چې پوه شو، د مصر زیاتره پخواني قاریان لکه مصطفى اسماعیل، محمد رفعت او عبدالفتاح شعشاعي موسیقي پوهان وو، خو قرآن ئې د قرآنی او معنوي الحانونو سره تلاوت کاوه او له  معنا سره په سمون کې ئې ډېر دقت کاوه.

ایکنا: آیا د رسول الله (ص) له لوري د قرآن د تلاوت د لحن په اړه کومه سپارښتنه شته؟

ځواب ؛ هو، له رسول الله (ص) څخه یو روایت نقل شوی چې فرمائي: «قرآن د عربي الحانونو او آوازونو سره ولولئ او د فاسقانو او لویو ګناهکارانو له الحانونو څخه ډډه وکړئ. 

ایکنا: آیا د کلاسیک قاریانو له تلاوتونو کوم نادر او د اورېدو وړ مثال  شته؟

ځواب؛ د شیخ حمدی الزامل یو ډېر ښکلی تلاوت، چې د شیخ مصطفى اسماعیل او شیخ محمد رفعت تقلید دی، ډېر نادر او د اورېدو وړ دی، چې دلته یې وړاندې کوم.

https://isfahan.iqna.ir/fa/news/4287062  

captcha