د قرویین کتابتون، چې د نړۍ د تر ټولو زوړ کتابتون په توګه پیژندل کیږي، د علمي خزانو یوه ستره مجموعه ده چې په کې نادر لاسي نسخې، د ډبرو لیکنې او کم موندونکي چاپي کتابونه موجود دي. دا کتابتون د مراکش په فاس تاریخي ښار کې جوړ شوی دی.
ایکنانیوز د النهار ورځپاڼې له قوله راپور راکوي، د قرویین کتابتون په ۱۳۵۹ میلادي کال کې د فاس ښار په همدې نامه د جومات او پوهنتون په ټولګې کې تاسیس شوی دی. د قرویین پوهنتون په ۸۵۹ میلادي کال کې د فاطمه الفهریه په نامې سره د یوې فرهنګي مراکشي میرمنې لخوا جوړ شوی ؤ. له اوږدې مودې وروسته، په ۱۳۵۹ میلادي کال کې د دغه پوهنتون په مجموعې کې د قرویین کتابتون تاسیس شو.
دا کتابتون، چې د تاسیس نیټه ئې اتمې هجري قمری پیړۍ ته ورګرځي او تل ئې نوم د قرویین جومات سره یوځای یاد شوی، د پنخم سلطان محمد په امر جوړ شوی دی. دا کتابتون د نادرو لاسي نسخو، تاریخي اسنادو او ارزښتناکو آثارو مجموعه لري، چې ځینې ئې یوازې په دغې تاریخي خزانې کې موندل کیږي. په دغو اثارو کې د نهمې میلادي پیړۍ یو قرآن کریم هم شامل دی.
دا تاریخي او کلتوري ودانۍ د مراکش او بهرنیو هیوادونو د محصلینو، څیړونکو او علمي خلکو لپاره یو مهم علمي مرکز دی. د دغه کتابتون نادرې لاسي نسخې، چې په خپل ډول کې ئېجوړې دي، د علم او پوهې د ترلاسه کولو لپاره پراخه پاملرنه جلبوي. د قرویین کتابتون، چې د پیړیو په اوږدو کې ئې ډیری ترمیمات او پراختیاوې تجربه کړي،کابو ا ۴ زره لاسي نسخې لري چې په علمي او بریښنائي ډول فهرست شوي دي.
په دغه کتابتون کې د نادرو لاسي نسخو په مینځ کې یو نادر قرآن کریم هم شته چې د دویمې هجري قمری پیړۍ پای او د دریمې هجري قمری پیړۍ پیل ته ورګرځي. دا قرآن د سرو زرو په اوبو د آهو یا سګې پر پوستکي په زوړ کوفي خط لیکل شوی او د دغه مصحف په څیر بله نسخه په هیڅ یوه بل کتابتون کې، که په مراکش کې وي یا که په نورو هیوادونو کې، نشته.
همدارنګه، په دغه کتابتون کې د ابن خلدون د «العبر» (عبرتونه) نومې کتاب یوه بېجوړې او نادره نسخه شته چې د یونیسکو لخوا د بشري نړیوال میراث په توګه ثبت شوې ده. د دغه کتابتون د نورو ارزښتناکو اثارو ترڅنګ، د ابن طفیل لخوا د طب په اړه یوه نادره لاسي نسخه هم شته. همدا راز، د ابن رشد د «البیان و التحصیل» کتاب یوه ښکلې او نادره نسخه، چې د آهو پر پوستکي لیکل شوې او تذهیب شوې، په دې کتابتون کې موندل کیږي.
په دغه کتابتون کې د انجیل یوه نسخه هم شته چې په عربي ژبه لیکل شوې او د ۱۲مې میلادي پیړۍ پورې اړه لري. د دې ترڅنګ، کابو ۶۰۰ نادرې د ډبرو لیکنې هم په دغه کتابتون کې موجودې دي. د دغو لاسي نسخو او د ډبرو لیکنو ترڅنګ، کابو ۲۴ زره کم موندونکي چاپي کتابونه هم په دې کتابتون کې دي، چې د ځینو عمر کابو ۱۵۰ کلونو ته رسیږي او د لاسي نسخو په ډله کې شمیرل کیږي.
د دغو ټولو نادرو اثارو ترڅنګ، په دې کتابتون کې هغه کتابونه هم شته چې «الخروم» نومیږي. د قرویین کتابتون لاسي نسخې اکثراً د اسلامي علومو په اړه دي، لکه د قرآن کریم نسخې، تفسیر، فقهي، حدیثي او اصولي کتابونه. د دې ترڅنګ، د طب، ریاضیاتو، جبر، ستورپوهنې، فلسفې، شاعرۍ، ادبیاتو، تاریخ، سیاحت او سفرنامو په اړه لاسي نسخې هم پکې شته.
ایکنانیوز ستاسو خدمت ته یو ویډیوئي کلیب وړاندې کوي، چې د فاس ښار په زړه کې د قرویین کتابتون د نادرو لاسي نسخو او مکتوب اثارو یوه لنډه کتنه نندارې ته وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4275217