IQNA

په علوی حرم کې په امام علي علیه السلام پورې منسوب قرآن نندارې ته وړاندې شو(فیلم)

19:36 - June 12, 2025
د خبر لمبر: 3491263
ایکنا -  په نجف اشرف کې د حرم علوي په نندارتون کې د امام علي علیه السلام  سره منسوب یو خطي قرآن د عامو خلکو د لیدو لپاره نندارې ته وړاندې شوی دی.

  ایکنانیوز   د النهار په حواله راپور راکړی، دا نندارتون  د سې‌شنبې په ورځ ، د غبرګولي ۲۰مه، د غدیر د اوونۍ د پروګرامونو په چوکاټ کې په نجف  اشرف کې د  علوي  حرم په ودانۍ کې جوړ شو او پکې له لومړۍ تر څوارلسمې پېړۍ پورې نادر خطي قرآنونه نندارې ته وړاندې شول.

د عربي خوشنویسۍ او د قرآن د کتابت د تاریخي تحولاتو سره د خلکو اشنايي د دغه نندارتون د جوړولو موخه بلل شوې ده.

د آستان علوي د خزانې د برخې مسئول عمار ماشاء الله په دې اړه وویل: د علوي مقدس حرم د خزانې برخې او میوزیم دا نندارتون د غدیر د اوونۍ د پروګرامونو په چوکاټ کې جوړ کړی او پکې تر ټولو مهم نفیس او نادر خطي قرآنونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه زیاته کړه: دا نندارتون له لومړۍ تر څوارلسمې هجري پېړۍ پورې د ۵۰ زیاتو نادرو او مهمو قرآنونو ننداره کوي او د عربي خوشنویسۍ د اهمیت او له لومړۍ تر څوارلسمې پېړۍ پورې د هغې د  بدلون  ښودنه کوي.

عمار ماشاء الله ټینګار وکړ: د دې نندارتون قرآنونه د یاقوت حموي او سهروردي په څېر د نامتو قرآني خوشنویسانو له خوا کارول شوي مهم اسلامي خطوط ښئي او په دې نندارتون کې د ښځینه خوشنویسانو له خوا لیکل شوي یو شمېر مهم قرآنونه هم نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه وویل: دا د قرآن نسخې د خپل تاریخي عمر او د عربي او اسلامي نړۍ پر میراث د اغېز له امله په نړیواله کچه نادر او مهم بلل کېږي.

د علوي حرم  د خزانې برخې څېړونکي احمد النجفي وویل: دا غونډه د قرآن کریم د کتابت د تحول د تاریخ او د نقطو له نشتوالي څخه د علماوو له خوا د حرکتونو (اعراب) او د تشدید، مد، سکون او نورو حرکتي علامو د اضافه کولو د بهیر په اړه د عکسونو له نندارتون سره مل ده.

هغه زیاته کړه: په دې نندارتون کې د امیرالمؤمنین حضرت علي علیه السلام سره  منسوب یو قرآن هم نندارې ته اېښودل شوی، چې ویل کېږي د بعثت  په ۴۰  کال کې په کوفي خط لیکل شوی دی.

النجفي په پای کې وویل: د دې نندارتون جوړول د علوی مقدس آستان  د میراث، په ځانګړې توګه د قرآني میراث د ساتنې لپاره د هڅو څرګندونه کوي.

د امام علي علیه السلام آستان مقدس د غدیر خم د لوی عید، عید  الاکبر، د لمانځنې لپاره د څوارلسمې نړیوالې اوونۍ تدارک کړی، چې پکې بېلابېلې غونډې او فعالیتونه شامل دي.

د دې اوونۍ تر ټولو مهم خصوصیت د دیني پوهاوي لپاره په لمانځنه کې پراخه ونډه اخیستنه ده او په همدې مناسبت په عراق، نجف او ټولې نړۍ کې له ۷۰۰ زیات  بېرغونه پورته شوي دي.

د غدیر بېرغ هم په پنځو بر اعظمونو کې  له ۴۰ زیاتو هېوادونو، په شمول د اروپايي هېوادونو، د متحده ایالاتو په پنځو ایالتونو او په ایران کې   په سلګونو ځایونو کې    د آستان مقدس امام علي علیه السلام په همغږۍ، ملاتړ او پشتباني سره پورته شوی دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4287790

captcha