یکنانیوز د خارجه وزارت د اطلاع رسونې دبرخې له قوله راپور راکوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د صهیونیسټي رژیم له لورې پر هېواد له برید سره سره، له امریکا سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ایران د ګډون پریکړې په اړه وویل: مقابل لوري داسې کار وکړ چې عملاً خبرې اترې او مذاکرات بېمعنا شوې. دا ممکنه نه ده چې تاسو په یو وخت کې د یوې موضوع په اړه د تفاهم لپاره د خبرو اترو او مذاکرې ادعا وکړئ او په عین حال کې د کارپه ویش ترسره کړئ او اجازه ورکړئ چې یو توکمپال رژیم د هېواد پر بشپړتیا تېری وکړي.
بقائي زیاته کړه؛ د ایران اسلامي جمهوریت او حتی په نړۍ کې د هیچا لپاره دا تصور نه شي کیدای چې صهیونیستي رژیم دې د امریکا له ملګرتیا او همغږۍ یا لږ تر لږه له شعوري شنې اشارې پرته داسې وحشي ډوله تیری او په سیمې کې دې د جګړې د اور لمبې راپورته کړې وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ټینګار سره وویل چې مونږ د امریکا د حکومت د صهیونیسټي رژیم د دغه ناسنجول شوي او غیرقانوني اقدام د پایلو او نتیجو مسوول ګڼو، او لا هم روښانه نه ده چې مونږ به د یکشنبې په ورځ په دې اړه کومه پرېکړه وکړو.
بقائي زیاته کړه ؛ اساساً د صهیونیسټي رژیم تلپاتې هیله دا وه چې لويدیځي هېوادونه په سیمې کې په جګړې او ستونزو کې ښکېل کړي، داسې ښکاري چې دا ځل هم بریالی شوی او په یو ډول ئې یو ډیپلوماټیک بهیر په دې پيښې جوړونې سره اغېزمن کړی دی. دا موضوع په حقیقت کې ښئي چې د امریکا پالیسي جوړونکي لا هم د دغه رژیم تر سخت اغېز او نفوذ لاندې دي.
د جمعې په سهار د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۲۳ نېټه، د صهیونیسـي رژیم له لوري پر تهران او د هېواد پر یو شمېر نورو ښارونو د ترهګریز برید په نتِجي کې، یو شمېر پوځي قوماندانان، ساینسپوهان او عام وګړي شهیدان شول. د صهیونیسټي رژیم د دې جنایت په غبرګون کې، د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ایران ستر ملت ته په یوه پیغام کې وفرمایل: وحشي او خبیث رژیم باید د سختې سزا په تمه وي. د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو پیاوړې لاس به ئې پرې نږدي، انشاءا... د ایران اسلامي جمهوریت هم د خپل روا دفاعي حق په کارولو سره، نن له سهاروختي په څو نوبتونو کې او د توغندیو په کارولو سره په نیواکي ټاټوبو کې یو شمېر پوځي برخې په نښه کړې چې په پایله کې یې د تل ابیب پایتخت او د نیواکي ټاټوبو نورو ښارونو ته تاوانونه اوښتي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4288553