IQNA

د سپاه پاسداران دوهمه خبرتیا!

د اسرائيلو د انرژۍ د تامینولو مرکز او د جنګي الوتکو د سونګو دتولید تاسیسات ټارګټ شول

14:41 - June 15, 2025
د خبر لمبر: 3491275
ایکنا – د وعده صادق ۳ ترکیبی او یرغلیزو عملیاتو په دوام کې  او د صهیونیسټي وحشي رژيم د پرونیو تیریو  او شرارتونو په ځواب کې  ددغه وحشي رژيم د انرزۍ دتامینولو مرکزونه او د جنګي الوتکو د سونګو  دتولید تاسیسات په ډرونز ا بالسټیک توغندیو سره ټارګت شوي دي. 

ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د عمومي اړیکو ددوهمې خبرتیا  متن  چې  د وعده صادق ۳  د ډرونز او توغندوي عملیاتو د نوي څپې په راپورته کیدا پسې  خپره شوې په دې ډول دی.

بسم الله الرحمن الرحیم

فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ... سوره بقره (آیه ۱۹۴)

د وعده صادق ۳ ترکیبی او یرغلیزو عملیاتو په دوام کې ،  د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او تیریو او شرارتونو په ځوا کې  ددغه رژيم د جنګی الوتکو د  سونګو د تولید تاسیسات او د  انرژۍ د تامینولو مرکزونه د ډرون او توغندیو ښکار شول.

د ایران داسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو  یرغلیز عملیات به د وحشي او جنایتکار او تیریګر صهیونیسټي رژيم د شرارتونو او تیریو ددوام په بڼه کې  نوره هم پراخ او  دوام ومومي.

د ایران د هوا فضا مخه نیونکی غونډ او د  واحد چینل د قوماندانۍ  د هوافضا توغندوي سسټم د  صهیونیسټي رژيم  درې  کروز بالسټیک توغندوي ، لس ډرونز  او دغه راز په لسګونو نور واړه واړه مرغان ډوله ډرونز  هم په هوا کې ګیر او تباه کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4288639/

captcha