IQNA

  احمد ابوالقاسمي:

د قرآن کریم د آیتونو تلاوت د ملت لپاره باطني طاقت اوځواک رامینځته کوي

10:48 - June 16, 2025
د خبر لمبر: 3491277
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت یو   نړیوال قاري احمد ابوالقاسمي د الهی  امید د خلکو د روحیې په پیاوړي کولو کې   د قرآن د آیتونو د تلاوت په رول باندې په ټینګار سره وویل؛ له دښمنانو سره د مونږ  بنسټیز توپیرالهي  مرستې او د خداوندمتعال په ژمنو باندې  د اعتماد په امید کې دی ؛ د قرآن د آیتونو تلاوت، نه یوازې آرامښت بخښونکی دی، بلکې د  ملت په زړه  کې تل پاتې  او باطني قدرت  او ځواک هم رامینځته کوي. 
د قرآن کریم د آیتونو تلاوت د ملت لپاره باطني طاقت اوځواک رامینځته کوي

د ایران نړیوال قاری احمد ابوالقاسمي، له ایکنا خبري اژانس سره په خبرو کې د   ایران  په اوسنیو حساسو شرائطو کې  خلکو ته  په روحیّه  ورکولو کې د قرآن کریم د آیتونو ژورو  او روښانه اغیزو ته په اشارې سره  ووئیل؛  په قرآن کې داسې آیتونه شته چې د پیغمبر اکرم (ص) د رسالت په اوږدو کې د الهي  او غیبي  مرستو   بیانونکي دي. په هغو کې یو روښانه مثال  د بدر غزا ده؛ داسې ځاي چې مسلمانانو د خدا وندمتعال  په مرسته بریا ترلاسه کړه. 

هغه زیاته کړه چې دالهي  نصرت او بریا ژمنه  د خدای د دین له  مرستې  مشروطه ده او  خداي ژمنه کړې چې که څوک د هغه مرسته وکړي، خامخا به د هغه لخوا  ورسره مرسته کیږي. په دغې لارې کې د قرآن د آیتونو تلاوت،د خلکو په مینځ کې د روحیې، استقامت او امید زیاتولو لپاره ژورې  اغیزې درلودلی شي.   

دغه نړیوال قاري د نساء سورې ۱۰۴ آیت ته په اشارې سره وویل: «وَلَا تَهِنُوا فِی ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِنْ تَکُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ یَأْلَمُونَ کَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا یَرْجُونَ وَکَانَ اللَّهُ عَلِیمًا حَکِیمًا»؛ په دې مبارک آیت کې خدای روښانوي چې که څه هم تاسو درد او رنځ زغمئ،دښمنان هم هماغه درد زغمي، خو اصلي توپیر دا دی چې تاسو پر خدای امید لرئ، حال دا چې دوي له دې ځانګړتیا خالي دي او دا زمونږ او د دوي ترمینځ بنسټیز توپیر دی. 

ابوالقاسمي د ایران د پوځي پرمختګونو په ستاینې سره وویل: که څه هم هیواد د خدای په فضل سره په پوځي برخې کې لویو بریاوو ته رسیدلی، خو زمونږ اصلي ځواک  او قدرت یوازې په پوځي توان کې نه دی، بلکې په عقیدتي پشتوانې او د خدای د مرستې په اړه امید دی. مونږ هغه خلک یو چې ایمان، جهاد او شهادت مو  درک کړی دی؛ په دغه هیواد کې د سلګونو   شهیدانو او جانبازانو کورنۍ ژوند کوي چې د غیبي  مرستو  جلوه ئې په خپلو سترګو لیدلې ده. 

هغه د مقدسې دفاع د دورې یوه خاطره بیان کړه او وې ویل: ما په خپلو سترګو د «وَجَعَلْنَا مِنْ بَیْنِ أَیْدِیهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَیْنَاهُمْ فَهُمْ لَا یُبْصِرُونَ» آیت د تلاوت اغیزې لیدلی دی. په یو لړ  عملیاتو کې، مونږ ۴۰۰ کسان وو چې د عراقي سنګرونو تر څنګ له نږدې واټن څخه تیر شوو. په داسې حال کې چې مونږ د دوي د خبرو غږ اورید، دوي زمونږ د پښو غږ هم وانه ورید او زمونږ د شتون احساس ئې ونه کړ. دا د خداي له امداد پرته بل څه نه وو چې په ښکاره توګه احساس شو. 

هغه په پاي کې وویل: هغه څه چې باید پیاوړي شي، د خلکو روحیه ده؛ دا روحیه د قرآن په تلاوت، د خدای په یاد او د هغه په ژمنو د باور له لارې قوت مومي. خلک باید دعا وکړي، ځکه چې د دوي دعا ډیره اغیزه لري. یوازینی ټکی چې په پای کې پرې بیا ټینګار کوم دا دی چې مونږ باید پوهه شو زمونږ او زمونږ د دښمنانو ترمینځ جدي توپیر په همدې «امید» کې دی. 

https://iqna.ir/fa/news/4288730

captcha