ایکنا - د یمن انصارالله غورځنګ په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د یمن د وسلهوالو ځواکونو توغندوي یونټ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین ۲ هایپرسونیک توغندیو په کارولو سره په بیلابیلو وختونو کې د نیواکي ټاټوبو په یافا په سیمې کې د صهیونیسټي دښمن حساس ټارګټونه په شیشت کې راوستل.

ایکنانیوز د رأي الیوم په حواله راپور راکړ ی، دیمن د انصار الله غورځنګ په اعلامیې کې راغلي: دا عملیات د ایران د پوځ او سپاه پاسداران له عملیاتو سره د صهیونیسټي جنایتکار دښمن پر وړاندې همغږي وه او د خدای په مرستې سره په بریالیتوب سره خپلو ټآکلو ټارګټونو ته ورسیدل.
د یمن وسلهوالو ځواکونو د ایران د اسلامي جمهوریت، خلکو، پوځ او مشرتابه ته چې په زړورتیا، قاطعیت او ایمان سره د صهیونیسټي وحشیانه تیریو سره مقابله کوي او د خدای په توکل سره د هغو پر تاسیساتو، مرکزونو او اډو باندې پرلهپسې ګوزارونه کوي، درناوی وړاندې کوي.
د یمن وسلهوالو ځواکونو، په داسې حال کې چې په ویاړ سره دا پرمختګونه تعقیبوي، د غزې پر خلکو او د دوي وفاداره او آزاده مجاهدینو باندې د خپلې ژمنتیا پر دوام ټینګار کوي تر هغه چې پر دوی تیري بند شي او کلابندي ئې لغوه شي. مونږ نورو هیوادونو او عربي او اسلامي ملتونو ته وایو: جهاد د جنت یوه دروازه ده چې خدای تعالی د خپلو خاصو بندګانو لپاره پرانیستې ده. نو د غزې پر خپلو خوئيندو وروڼو باندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره بیړه وکړئ، ځکه چې هغه څه چې اوس پر دوي پیښیږي، سبا به پر تاسو هم راپیښ شي.
https://iqna.ir/fa/news/4288692