IQNA

د ایران ملت هیڅکله هم د تپونکو دړکو په وړاندې نه تسلیمیږي

14:45 - June 18, 2025
د خبر لمبر: 3491287
ایکنا - د خبیث رژيم او دامریکا دړکه ورکونکی ولسمشر  دې پوهه شي ، چې د ایران له ملت سره بابد په احترام سره خبره وکړي  او ګواښونکي  دړکې هیڅ ګټه نه ورکوي. هغه کسان چې  ایران له تاریخه خبر دي ، ښه پوهیږي چې د ایران ملت د هیڅ ډ،ل تپنو په وړاندې نه تسلیمیږي او په هرډول شرائزطو کې د خپلو حقه حقوقو  دفاع کوي او نورو تپونکو سولې  او دوکې باندې ښه پوهیږي.

 

ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران د شجاع ملت په نامې سره په یوه ټيلیویژني پيغام کې د ایران د میړنیو ځواکونو  او شجاع ملت د موقعه پيژندنې  او  کلکې دریدا او هوډ او ارادې په ستایلو سره وفرمائيل؛د ایران ملت د هیڅ یوه تپلی جنګ  او دړکو پّ وړاندې نه تسلیمیږي او د هیچا بدماشي  او د ګواښ ژبه هم نه مني او د خبیث رژيم او دامریکا دړکه ورکونکی ولسمشر  دې پوهه شي ، چې د ایران له ملت سره بابد په احترام سره خبره وکړي  او ګواښونکي  دړکې هیڅ ګټه نه ورکوي. هغه کسان چې  ایران له تاریخه خبر دي ، ښه پوهیږي چې د ایران ملت د هیڅ ډ،ل تپنو په وړاندې نه تسلیمیږي او په هرډول شرائزطو کې د خپلو حقه حقوقو  دفاع کوي او نورو تپونکو سولې  او دوکې باندې ښه پوهیږي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود پخپل پيغام کې روښانه کړه ،د امریکا ابلح او لیوانی ولسمشر دې دګواښ خبرې پریږدي  او امریکایان دې پوهه شي،  په دغې قضیې کې د امریکا پوځي ګډون به  ددوي لپاره یوازې بربادي او مرګ ژوبلې ولري او پخپلو کړنو به پښمانه شي،د هرډول پيښې او تپونکو یرغلونو په وړاندې د ایران میړنی ملت  پر خداي  تکیه کړې  او څوک چې پرخداي  او اهل بیت علیهم السلام تکیه وکړي ، نو بیا هیڅکله هم له باطلو  او پوچو دړکو نه ویریږي

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  د ایران د وسلوالو ځواکونو او د ملت موقعې پيژندنې  او هوښیارو اقداماتو په ستاینې سره د  درست ملت د برالیتوب په هیلې سره روښانه کړه د ایران د ملت او حکومت همدغه هوښیارتیا او کلک هوډ دی چې په خبیث او تیرذیګر دښمن کې لالهاندي رامینځةشوې  او د ایران ملت او وسلوال ځواکونه ورځ تر بلې لا پياوړي او هوډمن کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4289402

captcha