IQNA

د ایران فتاح او سجیل توغندي د نیواکي ټاټوبو پر فضا بیا واکمن شول او غورا ئې جوړه کړه

10:51 - June 19, 2025
د خبر لمبر: 3491290
ایکنا - د ایران قدرتمنو فتاح  او سجیل نومې ماډرنو توغندیو د تل ابیب پشمول د صهیونیستي رژيم ستر پوځي  او څيړنیز او پوځي مرکزونه په نښه کړل  او د تیریګر رژيم بلاغواړو متحدانو ته ئې  جوَت پيغام واستوؤ

ایکنانیوز د سپاه نیوز له قوله راپور راکوي، د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی  اړیکو ادارې نن سهار  د وعده صادق ۳ د ویاړمنو او قدرتمنو عملیاتو له دیارلسمې څپې سره په یووخت په یوې خبرتیا کې ټينګار وکړ، د فتاح  او سجیل نومې ماډرن توغندیو او د لسګونو توغندیو دحملې نوي څپې یوځل بیا د شرغواړي صهیونیسټي پوځ د افسانوي دفاعی سسټم  دړې وړې کړ او په ټاکل شوو ټارګټونو باندې ولګیدل.

زمونږ خبریال  د سپاه نیوز له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د عمومی اړیکو د ادارې د  دولسم شمیر خبرتیا متن هم په دې ډول دی.

بسم الله الرحمن رحی

فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ

د ایران اتل ملت!

 د وعده صادق ۳  د قدرتمنو او ویاړمنو عملیاتو دیارلسمه څپه له فتاح  او سجیل نومې توغندیو او دغه راز له ماډرنو ډرونز څخه په استفادې سره  د صهیونیسټي  پوځ د افسانوي دفاعی سسټم په پاي او د شرغواړو صهیونیسټانو  د ځان وژنې او لالهاندئ صحنې   او دغه راز د دوي د پوچو  دفاعي سسټمونو افسانه یوځل بیا  دروغ ثابته کړه، چې په دې باب  د سپاه پاسدارانو قوماندانانو، مخلصو او ځواکمنو مبارزانو او د هوافضا ځواکمنو ځواکونو ته مبارکي وایوو.

 د فتاح  او سجیل  قدرتمن او دښمن ته دوکه ورکونکي توغندي  بیګا شپه په دولسمې  او بیا نن سهار په دیارلسمې څپې کې د دښمن له دفاعي سسټمونو څخه په تیریدا سره  د صهیونسټانو  پټنځایونه په کرتو ولړزول او  د ایران د قدرت او  اقتدار پیغام ئې  د تل ابیب  هغو جنګ غواړو متحدانو ته هم ولیږه،چې په پوچوو خیالاتو او توهماتو کې ئې داسې تصوّر نه درلود.

 د بیګا شپې توغندوي حملې او دغه راز نن سهار د یا علی ابن ابی طالب علیه السلام په کوډ او رمز سره  قدرتمنې  وښودله مونږ د نیواکي ټاټوبو پر فضا بشپړ مسلط شوي یوو او  دهغو نیواکي سیمو اوسیدونکي د  ایران د توغندوي حملو په وړاندې په بشپړ ډول بې دفاع شوي دي.

دوي ته  جوت او روښانه پیغام دا دی چې یا خو له نیواکي ټاټوبو په تښتې  خپل ژوند وژغوري او یا بیا  په پټنځایونو کې د سوکه سوکه مرګ  او  د ژوندون پاي تجروبه کړي.

 مَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ

https://iqna.ir/fa/news/4289473

captcha