ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي بقائي په یولړ څرګندونو کې د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ دوروستیو څرګندونو په دروغ بللو او ردولو سره چې وئيلي ئې دي ، د ایران ډيپلوماټان به ورسره ډیر زر په سپينې ماڼۍ کې وګوري او دا د ایرانیو ډيپلوماټانو غوښته ګڼي ، روښانه کړه ،ایران هیڅکله هم د ټرمپ د کرغیړن شکل د لیدو یا د خبرواترو غوښتنه نه ده کړې او د ایران خارجه وزیر په زغرده وئیلي دي، چې د تیریو او ګواښ او د جنګ د تپلو په دوران کې ایران هیڅکله هم له چا سره دخبرواترو نیّت نه لري او مونږ ته له هرڅه زیات د خپل شجاع ملت امنیت او خوندي ساتل ډیر مهم دي. د ایران د خارجه وزارت ویندوي دغه راز ووئيل،ایران پر چا تیری نه دی کړی او تیریګر او جنایتکار صهیونیسټي رژيم پر ایران حملې پيل کړي البته چې ددغو تیریو او جنایتونو پاي ته رسول اوس د تیریګر صهیونیستي رژيم په لاس کې نه دی او دا د ایران اسلامی جمهوریت وسلوال ځواکونه دي چې ددغه جنګ او تیریو پاي ته د رسولو کنټرول په لاس کې لري او ورځ تر بلې وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم ته د غاښ ماتونکي ځواب څپې په زیاتیدا دي او دا به تر هغه وخته دوام ولري چې دغه تیریګر او وحشي رژیم په ګونډو شوی نه وي.
https://www.irna.ir/news/85866455