IQNA

د قرآن چینل  په ژوندئ بڼه د تلاوت او دعاګانو پروګرام اعلان شو

19:36 - June 21, 2025
د خبر لمبر: 3491295
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن  او معارف چینل  په ژوندئ بڼه په دغو شپو و رځو کې له کتونکو سره یو ځ اي د قران کریم د آیتونو دتلاوت او دعاګانو  خپرول پیل کړي دي.

ایکنانیوز  د قرآن او معارف چینل د  عمومی اړیکو د ادارې له قوله راپور راکوي،  دغه قرآنی چینل هره ورځ په ژوندئ بڼه  د قرآن کریم په تلاؤت او د دعاګانو په ژوندئ بڼه  خپرولو سره  له دغې حوزې سره د ګروهمنو کوربه دی.مینه وال  کولی شي، په دغه پروګرام کې برخه واخلي.

د قرآنی چینل  د پروګرامونو خپریدا هم په دې ډول ده.

د صحیفه  سجادیه  د ۱۴ دعا  چې د ظلم او  جنایتونتو په دفع کولو کې یوه سفارش شوي دعا ده ، په ورځې کې څلور ځله يعني  دمازدیګر په 15.50 ،20.00 ،21.20 او دغه راز  د شپې مهال 2300 بجې  په ژوندئ بڼه خپریږي.

دحضرت امام رضا علیه السلام له سپيڅلي حرم څخه له قرآن سره د انس محفل ژوندئ خپریدا چې د فتح سورئې د ترتیل  قرآئت  او د حدیث شریف کساء باندې مشتمل پروګرام دی، په دغو شپو ورځو کې به  د قرآن چینل یو بل پروګرام وي. دغه قرآنی محفل  هره ورځ  دمازدیګر له پنځه نیمو بجو و څخه په ژوندئ بڼه پیلیږي

د حضرت امام رضا له حرمه  د دعای توّسل  په ژوندئ بڼه خپریدا هم  ددغه چینل یو بل پروګرام دی چې  هره ورځ د شپې مهال په 23.35 بجې خپریږي.

https://iqna.ir/fa/news/4289893

captcha