د ایکنانیوز د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په خپلې شخصي ایکس پاڼې کې لیکلي دي ؛ متحده ایالاتو، د ملګرو ملتو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه، د ایران پر سولهییزو ایټمي تاسیساتو په برید سره د ملګرو ملتو د منشور، نړیوالو قوانینو او د ایټمي وسلو د خپریدو ضد تړون (NPT) ښکاره او جدي خلاف ورزي کړې ده.
هغه زیاته کړې ده،د ایران پر سوله ایزو ایټمي تاسیساتو برید یو ټکان ورکوونکې او شرموونکې اقدام دي او تل پاتې پایلې به ولري. د ملګرو ملتو هر غړی باید د دغې سرغړونې او ورانکار او خطرناک اقدام او غیرقانوني او جنایتکار چلند په اړه جدي اندېښنه احساس کړي.
عباس عراقچي وویل؛د ملګرو ملتو د منشور او د هغو د احکامو پراساس، چې د ځان د دفاع په چوکاټ کې د جایز او روا ځواب اجازه ورکوي، ایران د خپل حاکمیت، ګټو او د خلکو د دفاع لپاره ټولې ټاکنې خوندي ساتي او دغه غیر قانوني او خپل سری اقدام به بې ځوابه پاتې نشي.
https://iqna.ir/fa/news/4289996