ایکنانیوز د الجزیرې په حواله راپور راکوي، د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا له خوا پر ایران د دغه غیر قانوني او یرغليز برید په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش پخپل ایکس ټولنیز چینل کې په یوه پیغام کې لیکلي: زه د ایران پر وړاندې د امریکا په زور کارولو ژوره اندېښنه لرم. دا په یوه داسې سیمې کې خطرناک اقدام دی چې اوس مهال د بارودو په څنډې ولاړه ده او دا اقدام د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.
هغه زیاته کړې: د دغې شخړې له کنټروله د وتلو خطره مخ په زیاتېدو ده چې د ولسي وګړو، سیمې او نړۍ لپاره ویجاړونکې پایلې درلودلی شي.
ګوترش د ملګرو ملتو له غړو هېوادونو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او د ملګرو ملتو د منشور او نورو نړیوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.
د ملګرو ملتو سرمنشي وویل: په دې خطرناک وخت کې، د اړئ ګړئ د دوران مخنیوی خورا اړین دی. هغه زیاته کړه: هیڅ پوځي حل شتون نه لري، یوازینی لار ډیپلوماسي ده او یوازینۍ هیله سوله ده.
د سعودي عربستان غبرګون
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: مونږ د ایران پرایټمي تاسیساتو د امریکا د برید وروسته د سیمې پرمختګونه په ژورې اندېښنې سره څارو.
ددغه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي؛مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې په دې حساسو شرایطو کې د دې کړکېچ د پای ته رسولو لپاره سیاسي حل لارې ته د رسېدو هڅې زیاتې کړي.
بغداد: د امریکا برید د سیمې لپاره ګواښ دی
د عراق د حکومت ویاند باسم العوادي ټینګار وکړ چې د ایران دننه پر ایټمی تاسیساتو برید د مینځني ختیځ د امنیت او سولې لپاره خطرناک ګواښ دی.
د فلسطین د مقاومتي کمیټيو له خوا د برید غندنه
د فلسطین مقاومت کمیټو په یوې اعلامیې کې د ایران پر ایټمي تاسیساتو د امریکا هوايي برید په کلکه وغانده او دا ئې وحشیانه، ناعادلانه او خطرناک یرغل وباله چې نه یوازې د ایران اسلامي جمهوریت، بلکې ټوله اسلامي امت ئې په نښه کړی دی.
پاکستان: د امریکا یرغل جنګي جنایت دی
د پاکستان د پارلیمان د دفاعي کمېشن مشر ټینګار وکړ: پر ایران د امریکا یرغل جنګي جنایت دی داپه داسې حال کې دي چې په ملګروملتو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم په امنیت شورا کې پخپلو څرګندونو کې وئيلي دي، دامریکا وروستۍ اقدام چې پر سوله ایزو ایټمی تاسیساتو ئې برید کړی،له نړیوالو قوانینو او قواعدو سرغړونه ده او امنیت شورا باید دغه اقدام محکوم کړي او ورڅخه ځواب وغواړي.
د امریکايي چارواکو نظر: د هرمز تنګي تړل د ایران یوه ټاکنه ده.
نیویارک ټایمز د امریکائي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران د یرغلونو د ځوابولو لپاره بېلابېل انتخابونه لري.
په دغه راپور کې راغلي، د ایران د سمندري ځواک پر توان تکیه کول او د هرمز تنګي تړل د ایران یوه ټاکنه ده چې د بندولو احتمال ئې ډير زیات دی.
کیوبا: د امریکا یرغل د سیمې د شخړو خطرناک زیاتوالی رامینځته کوي
د کوبا ولسمشر «میګل دیاز کانل» د ایران پر ایټمی تاسیساتو د امریکا د یرغليز برید په غبرګون کې په یوې اعلامیې کې ټینګار وکړ: مونږ د ایران پر ایټمي تاسیساتو د امریکا بمباري چې د مینځني ختیځ د شخړو خطرناکه زیاتوالی رامینځته کوي، په کلکه غندو.
د کوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز هم پر ایران د امریکا مستقیم یرغل غندلی او دا ئې جنایتکارانه او غیرمسئولانه عمل بللی او ټینګار ئې کړی چې دا برید د نړیوالو قوانینو خلاف دی او جدي پایلې به ولري.
کولمبیا: د امریکا برید مینځنی ختیځ د لا زیاتې شخړې پر لور بیايي
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پيټرو د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې وویل: د ایران پر ایټمي تاسیساتو د امریکا برید مینځنی ختیځ اور ته ورټېل وهي.
https://iqna.ir/fa/news/4290053