ایکنانیوز د الجزیره خبری چینل له قوله راپور راکړ، د تهران پر وخت د سهار ۷:۳۰ بجو څخه، د شوي موافقې له مخې د ایران او صهیونیسټي رژیم ترمینځ اوربند لازم الاجرا شوی دی.
په هر حال، اسرائیلي سرچینې په دې باور دي او ویره لري چې ایران اراده لري اوربند تر پلي کېدو مخکې پورې یو "وروستنی ټکان" ورکړي.
څو دقیقې وړاندې صهیونیستي سرچینو د ایران له خوا د نیواکي ټآټوبو پر لور د توغندیو د نوې څپې د توغولو خبر ورکړ.
خو داپه داسې حال کې دي چې د اوربند موافقې له اعلانیدو وروسته د ایران د وسله والو ځواکونو له خوا په یوې خبرتیا کې وئيل شوي چې د دوي له پلوه داسې هیڅ ډول حمله نه ده شوې او که وحشي تیریګر صهیونیسټي رژيم او د هغو متحدان او شر غواړي بیا داسې کومه تیروتتنه وکړي ،نو دې ځل بیا لا پياوړی او غاښ ماتونکی ځواب وویني او په خود به نشي.
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څو ساعته وړاندې د خپلې جنګي کابینې له ناستې وروسته له ایران سره د یوه هراړخیز اوربند موافقې ته د غاړه کیښودلو خبر ورکړی دی.
هغه ویلي دي ؛ دا توافق به په راتلونکو ساعتونو کې په تدریجي توګه پلي شي.
نتانیاهو په دوام کې، د تېرو شپو ورځو او اونیو په څېر خپلې خبرې تکرار کړې او ادعا ئې وکړه: اسرائیل به د خپل امنیت د ساتلو او په هر وخت او ځای کې د لازمې ازادۍ عمل ته دوام ورکړي.
خو دا ئې هیره کړې ده چې د ایران میړنی او شجاع ملت او وسلوال ځواکونه د هیچا دړکې او بدماشي نه مني او د هرډول تیری او جنایت په وړاندې د خپل حقه حقوقو د ساتنې او د خپل مقدس ټاټوبی ددفاع لپاره درنده څپيړه ددښمن په مخ ورکوي او او دهیڅ ډول تیریو چا ته فرصت نه ورکوي.
https://iqna.ir/fa/news/4290486