د ایکنانیوز د رهبرئ د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود او درستو قواؤ لوي قوماندان حضرت آیتالله العظمی سید علی خامنهاي د ایران د قدرمن او عزتمن ملت په خدمت کې درېیم ټيلیويژني پیغام خپور شو.
د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د پیغام پوره متن ژباړه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
بسم الله الرحمن الرحیم
د ایران قدرمن او لوی ملت ته ډير ډير سلام او درناوی. لومړی، د وروستیو پېښو د قدرمنو شهیدو سردارانو او پوهانو درناوی وکړم ، داسې شهیدان چې په رښتیا او انصاف سره د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډير ارزښتمن وو، خدمتونه ئې وکړل او اوس د خدای په درګاه کې د خپلو سترو خدمتونو اجر او بدله ترلاسه کوي، انشاءالله.
د ایران لوی ملت ته د مبارکۍ وړاندې کول لازمي بولم. قدرمن ملت ته څو مبارکۍ وړاندې کوم:
لومړۍ مبارکي د جعلي صهیونیستي رژیم پر وړاندې ستره بریا ده. صهیونیستي رژیم د ټولو هغو شورماشور ،هائ هوي او ادعاګانو سره سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د ګوزارونو لاندې تقریباً له پښو ولوید اوچخڼي شو. دوي فکر هم نه کاوه چې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا به داسې کوم ګوزارونه ورته وارد شي، خو دا پېښه رامینځةشوه. د خدای شکر ادا کوو چې زمونږ وسلهوالو ځواکونو سره ئې مرسته وکړه،دوي وتوانېدل چې د دښمانو له پرمختللې څو پړاویزو دفاعي سیسټمونو څخه تېر شي او د دوي ډېرې ښاري او پوځي سیمې ئې د خپلو پرمختللو توغندیو او وسلو په پياوړو او قدرتمنو بریدونو سره له خاورو سره خاورې کړې! دا د خدای یوه ستر نعمت دی؛ دا ښئي چې صهیونیستي رژیم باید پوهه شي چې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې تېری ورته ګران تمامیږي، د دوي لپاره به لویه بیه ولري او دا بیه به ورکوي. الحمدلله دا پېښه رامینځة شوه؛ دا افتخار زمونږ د وسلهوالو ځواکونو او زموږ د عزتمن او قدرمن ملت دی چې دا ځواکونه ئې له خپل داخله رامنځته کړل، روزلي ئې دي، ملاتړ ئې کړی او د داسې یوې سترې دندې لپاره ئې پیاوړي کړل.
دوهمه مبارکي د ایران د عزتمن ملت له خوا د امریکائي رژیم پر وړاندې بریا ده. د امریکا رژیم مستقیمې جګړې ته وارد شو، ځکه احساس ئې وکړ چې که جګړې ته داخل نه شي، نو صهیونیستي رژیم به په بشپړه توګه له منځه لاړ شي. هغوی جګړې ته د دې لپاره وارد شول چې صهیونیستي رژیم وژغوري، خو له دې جګړې ئې هیڅ لاسته راوړنه ونه کړه. هغوی زموږ پر اټومي تاسیساتو برید وکړ – چې دا پخپله د نړیوالو محکمو په کچه د جزائي تعقیب وړ ده – خو هغوی ونه توانېدل چې کوم مهم کار ترسره کړي. د امریکا ولسمشر د پېښو په اړه غیرعادي لوئې لوئې خبرې وکړې څو پيښه ستره وبریښوي، خو څرګنده شوه چې هغه دغې سترې بریښونې ته اړتیا لري؛ هر چا چې د هغه خبرې اورېدلې، نو پوهېدل یې چې د دې خبرو تر شا بل حقیقت موجود دی. هغوی ونه توانېدل چې خپل هدف ته ورسیږي او خپل کار ستر وبریښوي څو حقیقت پټ او پټ ئې وساتي. دلته هم د ایران اسلامي جمهوریت بریالی شو او په مقابل کې ئې د امریکا پر مخ سخت ئې درنده څپيړه ورکړه؛ زمونږ وسلوالو ځواکونو د سیمې په یوې مهمې امریکایي اډې، العدید سترې اډې باندې برید وکړ او زیانونه ئې ورواړول. هغو کسانو چې په له دې پېښه کې ئې د ستر ښودلو هڅه کوله، په دې پېښه کې یې هڅه وکړه چې کم رنګه ئې وبریښوي او ووائي چې هیڅ هم نه دي شوي، حال دا چې یوه ستره پېښه رامنځته شوې وه. دا چې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمې کې د امریکا مهمو مرکزونولاس ورسیږي او هر کله چې ضرورت وي پر وړاندې ئې کوټلی اقدام کولای شي، دا کومه وړه پېښه نه ده، دا یوه ستره پېښه ده، په راتلونکي کې هم دا پېښه تکرارېدونکې ده؛ که تېری وشي، د دښمن او تېریکوونکي به بیا له دې لا لوړه بیّه ورکړي.
درېیمه مبارکي د ایران د ملت د بې مخینې یووالي،اتحاد او اتفاق مبارکي ده. الحمدلله یو ملت چې کابو نوي میلیونه نفوس لري، یو موټی، یو غږ، اوږه په اوږه، په اهدافو او غوښتو کې له کوم توپیرپرته ،ودرېدل، شعارونه ئې ورکړل، خبرې ئې وکړې، د وسلهوالو ځواکونو له کړنو ئې ملاتړ وکړ، او له دې وروسته به هم همداسې وي. د ایران ملت خپل عظمت، خپل ممتاز شخصیت او خپل بریالیتوب په دغې پيښې کې وښود او دا ئې ثابته کړه چې په اړین وخت کې به له دغه ملته همدغه شان په یوه خوله یو غږ اورېدل کېږي، او الحمدلله چې همداسې وشول.
هغه ټکی چې زه غواړم د خپلو خبرو د اساسی ټکي په توګه ئې وړاندې کړم دا دی چې د امریکا ولسمشر په خپلې یوې وینا او خبرو کې ویلي چې ایران باید تسلیم شي. «تسلیم شي»! مسئله نور د یورانیمو د بډای کولو یا ایټمي صنعت نه ده، مسئله د ایران تسلیمیدل دي. البته دا خبره د امریکا د ولسمشر د خولې لپاره ډېره لویه ده. عظیم ایران، د دغه تاریخ، دغه کلتور او دغه وسپنیز او پولادین ملي عزم او هوډ سره، د «تسلیم» نامه د داسې یو هېواد لپاره ؤد هغو کسانو لپاره د مسخرې وړ ده چې د ایران ملت پېژني. خو د هغه دا بیان یو حقیقت ایشوا کړ؛ امریکایان د اسلامی انقلاب له پیل راهیسې د ایران له اسلامي جمهوریت سره په مخالفت او کشمکش کې دي، هر ځل یوه پلمه لټوي؛ یو وخت بشري حقونه، بل وخت د ډیموکراسئ دفاع، یو وخت د ښځو حقونه، یو وخت دیورانیمو بډايول او غني کول، یو وخت ایټمی مسئله، یو وخت د توغندیو جوړول؛ بېلابېلې پلمې رامینځةکوي، خو د قضيې باطن یوازې یو شی دی او هغه د «ایران تسلیمیدل» دي. پخوانیو واکوالانو ئې دا خبره نه کوله، ځکه دا د منلو وړ نه ده؛ په هیڅ بشري منطق کې دا د منلو وړ نه ده چې یو ملت ته ووائې راشئ تسلیم شئ، نو ځکه ئې دا غوښته په نورو عنوانونو سره پټوله . دغه کس دا حقیقت ایشوا کړ، ښکاره ئې کړ او دا ئې وښودله چې امریکایان یوازې د ایران په تسلیمیدا راضي دي او له دې کم څه نه مني. دا یوه مهمه نښه ده! د ایران ملت باید پوهه شي چې له امریکا سره د مخالفت علت دا دی او دا لوی سپکاوی چې امریکایان د ایران د ملت کوي، ان شاالله هیڅکله به دا پېښه رامینځته نه شي؛ هیڅکله به دا پېښه رامنځته نه شي.
د ایران ملت یو لوی ملت دی، ایران یو پیاوړی او پراخ هېواد دی، ایران یو پخوانی تمدن لري؛ زمونږ کلتوري او تمدني شتمني د امریکا او د امریکا په څېر د هېوادونو په پرتله سلګونه چنده زیاته ده. دا چې څوک تمه ولري چې ایران دې بل هېواد ته تسلیم شي، دا یوه له هغو بېمعنا خبرو ده چې یقیناً د هوښیارو او پوهو خلکو لپاره د مسخرې وړ ده. د ایران ملت عزتمن دی او عزتمن به پاتې شي، بریالی دی او د خدای په مرسته به بریالی وي. هیله ده چې خدای متعال دا ملت تل د خپل فضل او عزت په سیوري کې په عزت او شرافت سره وساتي، د اوراښاد امام درجې دې لوړې کړي او حضرت بقیةالله (ارواحنا فداه) دې له دې ملته راضي او خوشاله کړي او د هغه ستر وجود ملاتړ د دغه ملت ملاتړ وي.
والسلام علیکم و رحمةالله و برکاته
https://iqna.ir/fa/news/4291001