IQNA

د کربلا له شیرخوار طفل سره د میئندو ژمنه؛نوی قوماندانان به وروزو

14:57 - June 28, 2025
د خبر لمبر: 3491328
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت په څو زره ځایونو کې له هغو میئيندو سره   د یران  او  د نړۍ د پتمنو  میئيدونو له همدردرئ سره یو خاي چې خپل شیر خوار بچیان ئې د حضرت علی اصغر ابن حسین(ع) په شباهت جوړ کړي ، د محرم د میاشتې د لومړنۍ جمعې په مناسبت ولولناکې  دستورې ترسره کړې  او له صهیونیسټي وحشي رژيم سره په مبارزې او د بې آمانه حملو  د شهیدانو درنښت ولمانځه.

یکنانیوز راپور راکړ، سږکال د محرم الحرام د مقدسې میاشتې لومړۍ ورځ  د جمعې له مبارکې ورځې سره یو ځاي شوې ده ، د انتظار ورځ، داسې ورځ چې  ډير زر به راورسیږي ،که هغه ملګري او یاران چې باید وروزل شي او د حضرت امام  الرمان  اباصالح المهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف د لښکر لپاره تیار شي.

 او په همدې امید سره نن د ایران او دنړۍ د ۴۵ هیوادونو پتمنو میئندو  خپل شیرخوار بچیان  د حسینی شیرخوارو طفلانو  په نامې سره په دستورو کې غونډ کړل څو  دوي ته دا ورزده کړي آزادي او پتمني  که څه هم  عمر نه پيژندي ، خو یوې  بیلګې ته اړتیا لري او د عالم د پتمنو ترټولو ښې اوغوره بیلګې امام حسین(ع) او د هغه بزرګوار بچیان دي.

نن د محرم د میاشتې لومړۍ جمعې ورځې مئيندې  او شیرخوار طقلان  له حضرت رباب (س) ، له هغو  ایرانیو میئيندو ،له لبنانیو میئندو او دغزې له مئيندو سره د همدردئ  لپاره  غونډې شوې  چې خپل بچیان او شیرخوار طفلان  ئې د صهیونیسټي رژيم په حملو کې شهیدان شوي دي ،هغه  ماشومان چې  ممکنه میئندو به  هغوي په دغو دستورو کې د ګډون لپاره  تیارول  او خپل ماشومان اوطفلان  ئې  د خپلې  زمانې  د  امام د ملګرتیا لپاره نذر کړي، ترټولو ښه نذر  چې  یوه مور ئې  دخپل شیرخوار طفل لپاره ترسره کولی شي.

سږکال د حسنیی شیرخوار طفلانو دستورې  د تیرو ټولو کلونو په نسبت  په لاځانګړي ډول  او پرتم سره ترسره شوې ، ځکه چې  مونږ  خپل شهیدان  پخپلو لاسونو سره مشهد مقدس ته روان کړل ،داسې ځاي چې  د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې د حسیني شیرخوار طفلانو او ماشومانو  او میئندو او د صهیونیسټي رژيم په بوږنونکو حملو کې د شهیدانو ترټولو لویه اجتماع  په یو ځای  ترسره شوې .

د نړۍ د شیعیانو  په زړونو کې به د حضرت امام حسین او دحضرت علی اصغر بن حسین علیهم السلام  داغ هیڅکله  هم ختم نشي. البته سږکال دغه داغ او درد  په یوه بل ډول ؤ، ځکه چې په غزې،لبنان،  او ایران باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم په حملو کې په ښه ډول پوهه شوو چې  دښمن همیشه  پخپلې لیندې کې درې سری غشی تیار ساتي ، ددغو خبرو اثبات  د غزې ،فلسطین، لبنان او ایران  د ټولو شهیدو ماشومانو او طفلانو وینه پر مځکې توي شوې ده.

سږکال د حسینی شیرخوارو طفلانو د دستورو ولوله او پرتم ،له بل هروخته  لازیاته وه.مئيندو  خپل بچي په لازیات عشق او مینې سره پخپلو غیږو کې نیولي  او  د حضرت رباب (س)  دغم داغ  ئې په لازیات ډول تجروبه کاوه، دوي تل  دهغو دیارلسو شهیدو ماشومانو په یاد کې اوښکې تویولې، چې په هغو کې ترټولو وړوکی شهید طفل د دوو میاشتو  او البته  دوه داسې طفلان هم وو چې هیڅکله ئې  دنیا ته رانغلل او  د مور په خیټو کې وو  چې له خپلو میئيندو سره  آسماني شول.

سږکال د ایران میئيندو  د حسینی شیرخوارو طفلانو په دستورو کې په شتون سره لوړې چغې پورته کړې چې که ، د ایران قوماندانان شهیدان شوي دي، نو هیڅ پروا نشته ،مونږ به له خپل هر یوه طفل بجي څخه  یو نوی قوماندان تربیت کړو ،ان شاالله .

https://iqna.ir/fa/news/4291105  

captcha