IQNA

د نریندرامودي په پړاؤ کې د هند د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې جرمونه زیات شوي

6:33 - June 30, 2025
د خبر لمبر: 3491339
د هندوستان  د مسلمانانو پر وړاندې د سیستماتیکې کرکې جرمونه د نریندرا مودي د صدر اعظمۍ پر مهال زیات شوي او په یوه کال کې ۹۴۷  موردونو  ته رسېدلي.

زمونږخبریال د  ایکنانیوز له قوله راپور ارکوي، د بشري حقوقو  په یو وروستي راپور کې  د هندوستان په تیره بیا  د مسلمانانو او عیسایانو پر وړاندې د کرکې او لمسؤنې د جرمونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او تائید ئې کړط ده چې دا کړنې د بهاراتیا جانتا پارټي (BJP) د نریندرا مودي تر مشرۍ لاندې یوه "سیسټماټیکه شوي ښکارنده ګرځېدلې ده.

د هندوستان  د مدني حقونو د خوندیتوب اتحادئې او د کویل بنسټ په ګډه دغه راپور له ۲۰۲۴ کال د جون ۷ څخه د ۲۰۲۵ کال د جون ۷ پورې  د کرکې او لمسؤنې  ۹۴۷ موردونه  ثبت کړي، چې ډېری قربانیان ئې مسلمانان دي.

د ۳۴۵ ثبت شویو موردونو کې   ۱۷۸ مستقیم د BJP غړو، په شمول د لومړي وزیر مودي او څو صوبائي  مشرانو سره تړاو لري، چې  په تاؤتریخوالي کې  د رسمي لمسؤنې  رول  څرګندوي.

راپور یادونه کوي چې دا ډول خبرې اکثراً د تاوتریخوالي له پیښو مخکې یا ورسره یوځای ترسره کیږي، چې د همداسې فضا رامنځته کوي او  کونکي   نورو بریدونو ته لمسؤي.

په دې مودې کې د مسلمانانو په ضد  لږترلږه ۴۱۹ بریدونه ثبت شوي، چې ۲۵ کسان ئې وژلي او له ۱۴۰۰ څخه زیات ټپیان شوي. همدارنګه، ۸۵ عیسوي مرکزونه، لکه کلیساګانې او د دعا غونډې، د تاوتریخوالي هدف ګرځېدلي، چې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان ئې اغیزمن کړي دي .

دا اقدامات یوازې د لویانو  پورې محدود نه وو، راپور د ۳۲ هغوموردونو  یادونه کوي چې  مسلمان ماشومان او ۱۰ قضیې د مشرانو په نښه کول، په شمول د یو عیسوي پادري چې د پولیسو په  څوکئ کې د مرستې غوښتلو پر مهال وهل شوی.

له ۸۷٪ څخه زیاتې قضیې په رسمي ډول نه دي څېړل شوي، چې د قضایی نظام کمزورتیا  په تیره بیا  د مودي تر واک لاندې  صوبو ،لکه اوتر پرادیش مادیا پردیش، مهاراشترا او جارکند کې (۲۱۷ قضیې)، ښيي.

https://iqna.ir/fa/news/4291651

captcha