IQNA

د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په وړاندې د ټرمپ د سپکوڅرګندونو په اړه د قرآني ټولنې بیانیه

5:22 - July 02, 2025
د خبر لمبر: 3491346
ایکنا - د قرآني ټولنې د یوې بیانیې په خپرولو سره، د متحده ایالاتو د ولسمشر د سپکاوي او ګواښوونکو څرګندونو په وړاندې د اسلامی انقلاب د سترلارښو په شان کې په دغې ګستاخئ  سخت غبرګون وښود او اعلان ئې وکړ چې د خپل قرآني امام د ساتنې  لپاره به له هیڅ اقدام څخه  ډډه ونه کړي او که د بې شرم ا و پلیت دښمن   لخوا کومه تېروتنه احساس شي، نو په  قدرمن ایران  او په ټوله نړۍ کې به خپل ټول امکانات او قوتونه د دغو خبیثو فتنه‌ګرو د له مینځه وړلو لپاره بسیج کړي. 

د ایکنا د راپور له مخې، د اسلامی انقلاب د ستر رهبر په شان کې، د متحده ایالاتو د ولسمشر د سپکاوي او ګواښوونکو څرګندونو په وړاندې قرآني ټولنې یوه بیانیه خپره کړه او په دې اړه ئې غبرګون وښود. 

د دغې بیانیې متن په  دې ډول دی: 

بسم الله الرحمن الرحیم 

 اسلامی امت  په خپل تاریخ کې په یوه له حساسو او برخلیک ټاکونکو پړاوونو کې دی ؛ په داسې یوه پړاو کې چې د دیني مرجعیت  ، د مقاومت پیاوړی رکن او د امت د یووالي د خیمې ستنې ، حضرت آیت‌الله‌العظمی امام خامنه‌ای (دام ظله‌الوارف)، د متحده ایالاتو د ناانډوله او جوارګر ولسمشر لخوا د بې‌ مخینې  سپکاوي او ښکاره ګواښ هدف ګرځیدلی دی. دا بې‌ادبه گستاخي، چې  د استکبار او نړیوال صهیونیزم په کور وهل شوي غرور، مرکب جهل او ستراتیژیکې  تېروتنې  کې ریښې لري، د امت د یووالي  د چورلیز د کمزوری کولو او د امت د معنوي او سیاسي استحکاماتو د ماتولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده. دا اقدام نه یوازې د انساني اصولو او نړیوالو حقوقو د  قوانینو او قواعدو خلاف ورزي ده، بلکې د اسلام د نیالګي، د امت د کرامت او د پرله پسې پيړیو د معرفتي او تمدني میراث پر وړاندې ښکاره تیری  دی. 

د بشريت آسماني او ابدي لارښود کتاب، قرآن کریم، د داسې ظلم او ستم په وړاندې روښانه او جوت خبرداری لري:

«إِنَّ الَّذِینَ یَکْفُرُونَ بِآیَاتِ اللَّهِ وَیَقْتُلُونَ النَّبِیِّینَ بِغَیْرِ حَقٍّ وَیَقْتُلُونَ الَّذِینَ یَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِیمٍ» (سوره آل عمران؛ ٢١).

«هغه کسان چې د خدای پر آیتونو کفر کوي، پیغمبران په ناحقه وژني او له خلکو هغه کسان وژني چې د عدالت امر کوي، نو هغوی ته د دردناک عذاب زېری ورکړه.» 

قرآن کریم په چورلټ  بیان سره د هغو کسانو شوم انجام  انځوروي چې د خدای د آیتونو په وړاندې ودریږي او د عدالت او حقیقت د بیرغوالو  پر وړاندې جګړه کوي. 

نن سبا ، د دیني مرجعیت او د امت د رهبرۍ پر وړاندې ګواښ، د دغه کفر او ظلم یو روښانه مصداق دی چې په عصري  چوکاټ  کې، البته  په هماغه شیطاني او فرعوني ماهیت سره څرګند شوی دی. دا ګواښ د امت  هراړخیز هویت، توحیدي آرمانونو او د اهل بیتو (ع) د قیمتي میراث پر وړاندې دی. زمونږ آسماني کتاب،قرآن،په  دوامدار ډول د دښمنانو د دسیسو  په اړه د پیغمبرانو او الهي اولیاؤ پر وړاندې خبرې کړي او په سوره اعراف کې له دغو تاریخي صحنو یوې ته اشاره کوي:

«وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِی مِن بَعْدِی أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّکُمْ وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِیهِ یَجُرُّهُ إِلَیْهِ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِی وَکَادُوا یَقْتُلُونَنِی فَلَا تُشْمِتْ بِیَ الْأَعْدَاءَ وَلَا تَجْعَلْنِی مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِینَ» (الأعراف؛ ١٥٠).

«او کله چې موسی خپه او غمجن خپل قوم ته راوګرځید، وې ویل: زما له وتلو وروسته  څومره  بد جانشینان یاستئ! آیا د خپل رب  له  امره مخکې لاړئ ؟ او لوحې  مو  وغورځولې او د خپل ورور سر مو  ونیو او ځان ته  مو کش کړ. [هارون] وویل: ای زما د مور زویه! دې قوم  زه  کمزوری وګاڼلم  او نږدې وه چې ما ووژني، نو دښمنان پر ما مه خوشحاله کوه او ما له ظالمانو سره مه شمېره.» 

دا آیت د موسی قوم د انحراف او د الهي رهبرۍ د مقام د کمزوري کولو هڅو یوه ژوندۍ صحنه وړاندې کوي. بني‌اسرائیل د موسی په نشتوالي کې د سامري دخوسکي  عبادت ته مخه کړه او حتی  د موسی د جانشین هارون  سپکاوی ئې وکړ او هغه  ئې و ګواښه . نن سبا هم امت اسلامی له  ورته ګواښ سره مخ دی، هغه ګواښ چې نه یوازې دیني مرجعیت، بلکې د امت یووالی او هویت ئې په نښه کړی دی. 

قرآن کریم په سوره قصص کې د حضرت موسی پر وړاندې بلې توطئې ته اشاره کوي:

«وَجَاءَ رَجُلٌ مِّنْ أَقْصَى الْمَدِینَةِ یَسْعَى قَالَ یَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ یَأْتَمِرُونَ بِکَ لِیَقْتُلُوکَ…» (القصص؛ ٢٠).

«او یو سړی  د  ښار له تر ټولو لیرې  ساحې څخه منډه کړه راغی او وې ویل: ای موسی! سرداران او مشران ستا په اړه مشوره کوي چې تا ووژني…» 

دا آیت د فرعوني مشرانو هغه  دسیسه انځوروي چې د  الهي پیغمبر  موسی(ع)، د له مینځه وړلو په لټه کې وو. نن سبا هم د نړیوال استکبار مشران، په هماغه فرعوني روحیې سره، د عدالت او بیدارۍ د غږ د ختمولو په لټه کې دي. خو الهي وعده، چې په سوره انفال کې په ښکلي ډول بیان شوې، لا هم پايښت لري:

«وَإِذْ یَمْکُرُ بِکَ الَّذِینَ کَفَرُوا لِیُثْبِتُوکَ أَوْ یَقْتُلُوکَ أَوْ یُخْرِجُوکَ وَیَمْکُرُونَ وَیَمْکُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَیْرُ الْمَاکِرِینَ» (الأنفال؛ ٣٠).

«او کله چې کافرانو ستا لپاره دسیسې جوړولې چې تا ونیسي یا ووژني یا  د جلاوطن کړي، نو هغوی مکر کاوه او خدای مکر کاوه او خدای تر ټولو غوره تدبیر کوونکی دی.» 

دا آیت ډاډ ورکوي چې د دښمنانو توطئې، که څه هم پیچلې ښکاري، د الهي تدبیر په وړاندې ناکامې دي. 

د دیني مرجعیت پر وړاندې ګواښ، په تاریخي او تمدني بستر کې، د هغو اقداماتو یوه برخه ده چې له صدر اسلام څخه تر نن ورځې پورې، د حق او عدالت د بیرغدارانو پر وړاندې ترسره شوي دي. د اسلام تاریخ له داسې بېلګو ډک دی چې دښمنانو د توطئو، سپکاوي او ګواښ له لارې هڅه کړې د حق‌غوښتنې غږ خاموش کړي؛ له مکه کې د قریشو د توطئو پر وړاندې د رسول اکرم (ص) څخه نیولې بیا د امام علی (ع) او امام حسین (ع) تر شهادت پورې. 

نن ورځ دا ګواښ په عصري قالب او د رسنیو د وسایلو په کارولو سره څرګند شوی دی. د متحده ایالاتو ولسمشر، د دې اقدام سره نه یوازې انساني ارزښتونه او نړیوال قوانین یې تر پښو لاندې کړي، بلکې په مستقیم ډول یې د یو نیم میلیارد مسلمانانو باورونو او مقدساتو ته سپکاوی کړی دی. دا سپکاوی د خدای او د هغه د رسول سره د محاربې روښانه مصداق دی، لکه څنګه چې سترو مراجعو تقلید هم په خپلو قاطعو فتواوو سره دا اقدام غندلی او محکوم کړی دی. 

له دې امله، د ایران د اسلامي جمهوریت قرآني ټولنه په قاطع ډول اعلانوي چې د خپل قرآني امام د ساتنې لپاره به له هیڅ اقدام څخه دریغ ونه کړي او که د پلید دښمن لخوا کومه تېروتنه احساس شي، په ایران عزیز او په ټوله نړۍ کې به خپل ټول امکانات او قوتونه د دې خبیثو فتنه‌ګرو د له منځه وړلو لپاره بسیج کړي او تر هغې به له پښو ونه لویږي تر څو چې هغوی له منځه ولاړ نه شي. 

https://iqna.ir/fa/news/4291858

captcha