ایکنا نیوز د خبرني په حواله راپور راکړی،د اردن د اوقافو، امورو او مقدساتو وزیر محمد الخلایله، ووئیل چې دا مرکزونه د «په اتفاق او یووالي سره راتلونکي نسلونه د نشهيي توکو له خطرونو ساتو »په شعار سره خپل فعالیتونه پیل کړي، او دا فعالیتونه د زدهکوونکو د اوړي له رخصتیو سره هممهاله شوي دي.
الخلایله په یوې مطبوعاتي غونډې کې وویل چې د اوړي قرآني حفظ مرکزونو موخه د قرآني اخلاقو په وینا او کردار کې د نسلونو روزنه او د نشهييزو توکو له خطرونو او آفتونو څخه د هغوی لیرې ساتل دي.
هغه زیاته کړه: دا مرکزونه د ځوانانو د ملاتړ او له قرآن سره د هغوی د اړیکې د جوړولو لپاره خوندي ځایونه دي او د نیکو اخلاقو په خپرولو او د الهي تقوا په ودې کې به پراخه اغېزه ولري.
د اردن د اوقافو وزیر وویل: د هلکانو لپاره د قرآن اوړي مرکزونه د یکشنبې، سېشنبې او پنجشنبې په ورځو او د نجونو لپاره بیا د شنبې، دوشنبې او چهارشنبې په ورځو فعال دي، او د جوماتونو صحنونه او دارالقرآنونه د اوړي قرآني کلاسونو د ترسره کولو ځایونه دي.
هغه د زدهکوونکو له والدینو وغوښتل چې خپل ماشومان په اوړي قرآني حفظ مرکزونو کې، چې د قرآن د زدهکړې، حفظ او تلاوت لپاره فرصت دی، نوملیکنه وکړي.
د راپور له مخې، د اردن د اوقافو او اسلامي امورو وزارت په ټولو ولایتونو کې د تائید شویو اوړي مرکزونو او د قرآن د تدریس ناظرانو نومونه په خپلې ویبپاڼې «https://www.awqaf.gov.jo» او د وزارت په رسمي ټولنیزو رسنیو پاڼو کې اعلان کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4291927