یکنانیوز راپور راکړ، د رهبرۍ د ستر مقام له نظره د امریکائي بشری حقوقو لسم نړیوال کنفرانس پرون سهار د آیت الله مکارم شیرازي په پيغام سره پیل شو.
آیت الله ناصر مکارم شیرازي دغه کنفرانس ته پخپل پیغام کې وفرمائيل؛ د پيغام په سر کې لازمه ګڼم چې زمونږ په قدرمن هیواد باندې د جنایتکار او وحشي ډوله امریکا او صهیونیسټي رژيم د غیر قانوني او وحشي حملې په سخته وغندم او ددغو یرغلونو د شهیدانو کورنیو ته تسلیّت او تبریک عرض کړم . همداراز په دغه نړیوال کنفرانس کې دټولو ګډون کونکو او ترسره کونکو ستاینه او قدرونه کوم او هیله مند یم دغه عملی غونډه د انساني حقوقو په حقیقي پوره کیدا کې یو اغیزشیندونکی ګام شي.
هغه ددغه پیغام په دوام کې روښانه کړې ده، د الهي دینونو پّ تیره بیا داسلام له نظره ، انسان یو موجود دی ، د کرامت او شرافت خاوند په عین حال کې که همدغه شریف موجود د عدالت او فطرت له لارې وغړیږي، او دحقوقو خلاف ورزي وکړي ، نو خداوند عام بیا دا ظلوم بللی دی.کلونه کیږي ، چې د بشری حقوقو لوړ تعبیر ، د جنایتکارو او ظالمو قدرتونو په لاس کې لوبته جو ړ شوي دي څو د هغو په سیوري کې خپل ناروا ګټې تعقیب کړي او د امتونو او ملتونو په حق ددغه ترټولو لوي ظلم او ستمونه یوه پلمه کړي او دا کارونه ئې کړی دي او بیا ئې هم ورته دوام ورکړی دی. بې له دې چې بشری وجدان مخاطب وګڼي او یا د انسانانو حقوقو ته پابنده ووسي، ددغو خبرو ترټولو ښه شاهد د مونږ د سیمې ننني حالات دي.
په دغه پیغام کې راغلی دي ، په تیر کال کې ټولو نړیوالو په غزې کې د اسرائيلي وحشي رژيم جنایتونه ولیدل ، په زرګونو بې ګناه ماشومانو او ښځو پشمول انسانان ددغه جنایتکار او وحشی رژيم په لاس قرباني شول او یا له خپلو کورونو کډه په سر شول ، یو داسې رژيم چې پخپله د لویدیځي انساني ضد او استعماري ضد تفکر نتیجه ده.
هغه ووئيل، باید د مونږ د اسلامی وطن په ضد له وروستیو جنایتونو غافله نه شو ، چې په هغو کې په ناځوانمردانه یرغلونو کې بې ګناه کسان و د هغوي کورونه قرباني شول ، آیا دغه مظلومان د امنیت او ژوند د حق په څير له لومړنیو حقوقو برخمن نه وو؟ دوي د جنګ په کوم ډګر کې موجود وو؟ باید ووئيل شي چې د انسان او دهغه حقوقو ته د لویدیځ نظر یو د خوښې وړ او ګټه غواړی نظر دی او هرچرته ئې چې د ګټو او سلطې د پله پل موجود نه وي ، نو په ښکلي شعارونو سره خبرې کوي، خو که د دوي ګټو سره په تضاد کې وي نو بیا د بشری حقوق د دوي د خپلو لومړني اصلی قربانيان دي.
دوي پخپل پیغام کې دغه راز ددغه ډګر ټولو متفکرانو ته په سپآرښتنې کې ووئيل، چې روڼ اندو او د فعالانو ته زما نصیحت دا دی چې دبشری حقوقو ددروغجنو مدعیانو حقیقي څیره او د حقایقو په بیانولو او روښانولو سره دې دا ټوله د نړۍ عمومي افکارو ته روښانه کړي او اجازت ورنکړي ، دغه لوړ مفهوم د هغه د اصلی خلاف ورزي کونکو په لاس تحریف اوتباه شي.
آیت الله مکارم شیرازي د خپل پيغام په پاي کې د جعلی رژيم او د هغوي د لویدیځي ملاتړدو پّ تیره بیا د امریکائي حکومت له بې شرمو اقداماتو او جنایتونو څخه د کرکې په څرګندولو سره ووئيل؛ د سیمې د مظلومو خلکو په تیره بیا د مونږ د ایران د وروستیو مظلومو خلکو پّ شهادت چې دنړیوال صهیونیزم او دهغو د ملاتړو په لاس شهیدان شوي ، مبارکي وایم او مقاومت کونکي او شجاع ملت او وسلوالو ځواکونو ته د تیریګرو په وړاندې د دفاع او کلکې دریدا په خاظر مبارکي او قدرونه کوم او د اسلامی امت لپاره د تل پاتې امنیت او پر مستکبرانو اوظالمانو د عالم د مظلومانو او د پریکنده او نهائي بریالیتوب دعا کوم.
در پایان ضمن اعلام انزجار از جنایات بیشرمانه این رژیم جعلی و حامیان غربی آنان به ویژه دولت آمریکا و ابراز اندوه از شهادت مردم مظلوم منطقه خصوصا هموطنان عزیز به دست صهیونیست جهانی و پشتیبانان آن و تبریک به ملت مقاوم و نیروهای مسلح به خاطر ایستادگی و دفاع در برابر متجاوزان از خداوند متعال امنیت پایدار برای امت اسلامی و پیروزی قاطع و نهایی مظلومان عالم بر مستکبران را مسئلت دارم.
https://iqna.ir/fa/news/4292120