IQNA

په کربلاکې د حسینی عاشورا ولولناکې دستورې او  ۶سوه رسنیو پوښښ

17:39 - July 06, 2025
د خبر لمبر: 3491365
ایکنا – په کربلا معلی کې د خبریالانو د ټولنې مشر د  امام حسین علیه السلام  د حرم د بیرغ د بدلیدا له  وخت رانیولې  محرم د میاشتې  او د  حسینی عاشورا د دستورو  د پوښښ لپاره  په مودې کې په کربلا کې د حاضرو رسندوئي اورګانونو شمیر څه دپاسه شپږ سوه  وباله.

ایکنانیوز  د میډل ایسټ له قوله راپور  راکړ، په کربلا معلی کې د خبریالانو د ټولنې  مشر  حسین الشمري  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  په کربلا کې  د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم د بیرغ  دبدلیدا له وخت راهسې د  حسینی عاشورا تروروستیو دستورو پورې   دمراسمو دپوښښ لپاره  په کربلا کې د حاضرو رسندوئي اورګانونو شمیر څه دپاسه شپږ سوه څانګو ته رسیدلی دی.

الشمري  روښانه کړه ،په ژوندئ  ثابت بڼه څه دپاسه ۳۰ یونټونه  همدااوس ددغو دستورو په ژوندئ بڼه  دعراق  د داخل او بهر  خلکو لپاره  خپرونې وړاندې کوي.

د عراق دغه چارواکي ووئيل؛ د عراق په داخل او  عربو او نورو نړیوالو هیوادونو   کې ددغو دستورو د پوښښ لپاره څه د پآسه ۸۰۰ خبریالان  په کربلا کې موجود دي . دا موضوع ښئ چې  ددغو دستورو مذهبی  اورسندوئي  اهمیّت  او حیثیّت څومره لوړ دی او باید نړئ  په دې اړه حیرانه هم نشي.

 هغه په پاي کې  په دغو شپو ورځو کې  په کربلا کې درسندوي فعالانو او خبریالانو لپاره د امن  فضا د رامینځةکولو لپآره د امنیتی ادارو  دهڅو قدرونه او ستاینه وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4292837  

captcha