IQNA

طویریج عزاداري لړۍ د «لبیک یا حسین» شعار سره د حسینی حرم ته د طویریچ دستې واریدیدا

11:44 - July 07, 2025
د خبر لمبر: 3491370
ایکنا -  په کربلا معلی په ښار کې د طویریج عزاداري مراسم ترسره شول او د عزادارئ لړئ په«لبیک یا حسین» شعار سره د سیدالشهدا (ع) حرم ته واریده شوه.\

 ایکنانیوز د عراق رسمي خبري اژانس په حواله راپور راکوي، په کربلا معلی ښار کې د طویریج مراسم د امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت د کلیزې په مناسبت ترسره شول. په دې مراسمو کې لسګونه زره حسینی عزاداران په  منډو وهلو سره او د «لبیک یا حسین» شعار ورکولو سره د امام حسین (ع) او حضرت عباس (ع) حرمونو ته وارید شول. سږ کال د طویریج د عظیمو او میلیوني عزاداري مراسمو یو د پام وړ ټکی دا دی چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود آیت‌الله خامنه‌ای او د عراق ستر ديني مرجع آیت‌الله العظمٰی سیستاني انځورونه د حسینی عزادارانو په لاسونو کې په پراخه کچه لیدل کیږي.همدارنګه، حسینی زائرین د  عزادارئ ددغو دستورو لپاره د طویریج په کلي کې د «قنطرة السلام» په سیمه کې ټولیږي او بیا په منډه وهلو سره د  شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام  مرقد ته روانېږي.

 دا لاره کابودوه کلومیټره ده اوعزادار  په ټوله لاره کې په  کراره منډه وهلو د ؛لبیک یا حسین ؛ شعارونه پورته کوي ؛ د عاشورا په ورځ د امام حسین علیه السلام  هغه غږ ته یو ځواب دی  چې ئې پوره کړی ؛ هل من ناصر ینصرنا؛

 مورځانو وئيلي دي چې د ا عزاداری  او ماتم ، په  ۱۸۵۵  یا ۱۸۷۲ کال کې په  لومړي ځل ترسره شوه  او  ددغې عزادارئ ترسره کونکی متولي  د میرزا صالح قزویني پهنامې سره  یو کس ؤ چې  د محرم په لومړنۍ  لسیزې کې  په هندیه یا هماغه طویریج سیمې کې پخپل کور کې ئې  د ویر او عزادارئ دستورې ترسره کولې او د عاشورا په ورځ  عزادار د هغه  له کور څخه  د حرم مطهر په لور  روانیدل.

  د هغه سنت او دود او دستور په اساس چې له هماغه وخته تاسیس  او ترسره شوی ، د هندیه یا طوریریج سیمې  عزادار ئې ترسره کوي  او په قنطرة السلام سیمې کې چې  د طویریج  دروازه وه، د ماسپيښین او مازدیګر لمونځ  اقامه کوي او بیا  له هغه  ځایه په چغو او فریادونو او عزادارۍ  سره  د سپيڅلي حرم په لور حرکت کوي.

 

 https://iqna.ir/fa/news/4292858  

captcha