IQNA

په امریکائي رسنیو کې په امام خمیني امامباړې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د شتون انعکاس 

14:44 - July 08, 2025
د خبر لمبر: 3491375
ایکنا - د ایران د اسلامي انقلاب  سترلارښود حضرت آیت‌الله العظمی سید علي خامنه‌اي د حسینی عاشورا په شپه  په امام خمیني حسینیې یا امامباړې کې  د عزادارئ په دستورو کې ګډون  وکړ ، چې په امریکايي رسنیو کې ډير زیات انعکاس درلودلی دی.

 ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکوي، د امریکا د اسوشیتدپریس خبري اژانس  لیکلي: د ایران د اسلامی انقلاب  ستر لارښود د شنبې په ورځ د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځني جنګ وروسته د لومړي ځل لپاره په عمومی بڼه  د عاشورا شپې د عزادارئ په دستورو کې حاضر شو.دغې معتبرې امریکايي رسنۍ زیاته کړې: د ایران  رسمي ټيلیویژن د ایران د ستر رهبر انځورونه خپاره کړل، چې په هغه کې هغه د لاس په اوچتولو سره  د خلکو شعارونو ته  ځواب ورکو ي.

د امریکا د کانګرس پورې تړلې «هیل» ویب‌پاڼې هم د ایران د ستر رهبر د عاشورا شپې د عزادارئ په مراسمو کې ګډون د اسوشیتدپرس له قوله انعکاس کړ او د هغه د  شتون  په اړه ئې بحث کړی.د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي: د ایران ستر رهبر د شنبې په شپه د ایران او اسرائیلو ترمینځ د ۱۲ ورځني جنګ د پیل راهیسې لومړي ځل لپاره د عاشورا شپې د عزادارئ په مراسمو کې ګډون وکړ.

د نورو نړیوالو رسنیو انعکاس په همدې تړاو،

  الجزیره خبری چینل راپور ورکړی: آیت‌الله علي خامنه‌اي، د ایران ستر رهبر،له اسرائیلو سره د ۱۲ ورځني جنګ له پیل راهیسې لومړي ځل لپاره د ۱۳ جون راهیسې په عامه توګه لیدل شوی.

 رویټرز خبري اژانس هم د ایران د ستر رهبر په امام خمیني (ره)  حسینیې کې د  شتون په انعکاس سره لیکلي: د ایران د ټيلیویژن لخوا خپاره شوي ویډیو له مخې، آیت‌الله علي خامنه‌اي د شنبې په ماښام د حسینی عاشورا په دستورو کې ګډون وکړ.

فرانس ۲۴ راپور ورکړ؛ آیت‌الله علي خامنه‌اي،د ایران ستر رهبر، د شنبې په ورځ د اسرائیلو او ایران ترمینځ د ۱۲ ورځني جنګ له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د عاشورا شپې د عزاداري په دستورو کې په عامه توګه حاضر شو.

د راشاتودي (RT) ټيلیویژني چینل راپور ورکړ: د ایران ستر رهبر آیت‌الله علي خامنه‌اي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لومړي ځل لپاره د عاشورا ورځې په مناسبت په مراسمو کې ګډون وکړ.

د هند د ټایمز ورځپاڼې د ایران د ستر رهبر د عاشورا مراسمو کې د ګډون په غبرګون کې راپورراکړ: آیت‌الله علي خامنه‌اي،د ایران ستر رهبر، له اسرائیلو سره د وروستي پوځي تاوتریخوالي وروسته لنډه موده وروسته په یوه عامو دستورو کې حاضر شو.

د پاکستان د جي ټي وي خبری چینل  راپور ورکړ: د ایران د اسلامی انقلاب رهبر د دښمن ګواښونه تر پښو لاندې کړل او د امام حسین (ع) د عزاداري مراسمو کې حاضر شو.

د صهیونیستي رژیم له خوا د ۱۳ جون راهیسې پر ایران بې‌وقفې بریدونه وشول، چې د ایران اټومي تاسیسات، دفاعي سیستمونه، لوړپوړي پوځي چارواکي او اټومي ساینسپوهان یې په نښه کړل. په غچ اخیستنې کې، ایران پر اسرائیلو سلګونه بالیستیک توغندي وویشتل، چې په ډېرو سیمو کې یې لوي زیانونه واړول او د ۲۸ کسانو د شهیدیدا لامل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4292807

captcha