IQNA

د یوه هندي وزير له خوا په هندي مسلمانانو باندې دحملې لمسؤنې

10:52 - July 09, 2025
د خبر لمبر: 3491381
ایکنا -  يو هندي وزير په مهاراشتر صوبې  کې په يوې کړنې کې، چې د مسلمانانو پر وړاندې د خطرناک نفرت خپرولو نښه ده، له سرزورو هندوانو وغوښتل چې پر مسلمان مېشتو سيمو بريد وکړي.

 ايکنانیوز د اخوان آنلاين د وېبپاڼې له قوله راپور راکړ،، د هندوستان  په مهاراشترا صوبې کې د يوه ځاي حکومت وزير له لمسؤنکو څرګندونو وروسته، چې په هغه کې يې له سرزورو هندوانو غوښتي چې د مسلمانانو پر  اوسیدونکو سيمو او اوسېدونکو  باندې بريد وکړي، د سختې غوسې او غندنې سبب شوي؛ دا کار د فرقه‌ پال تاوتريخوالي لپاره خطرناکې پایلې لري . د دغې صوبې د بندرونو د پراختيا او دکب نيولو د چارو  وزير،   نيتيش رانه، دا څرګندونې د هند د بمبئ په قانون جوړونې غونډې ترڅنګ په يوه خبري غونډه کې وکړې.  دا څرګندونې وروسته له دې  وشوې چې يو هندو پلورونکی د مهاراشترا ناونرمان سنا (MNS) د ګوند غړو له خوا ووهل شو، ځکه هغوی ادعا کوله چې هغه د صوبائي ژبې (مراتی) په ژبه خبرې نه کولې.  رانه  د دې پېښې په اړه په يوه حيرانوونکې تبصرې کې وويل: يو هندو سړی ووهل شو. که جرئت لرئ، «نال بازار» يا محمد علي سړک (د مسلمانانو مېشتې سيمې) ته ولاړ شئ او هلته خپل زور وښایئ. آيا هغوی په مراتي ژبه روانې خبرې کوي؟ تاسو د هغوی د وهلو جرئت نه لرئ.  هغه د هندي مسلمانانو ترمینځ د نامتو شخصيتونو لکه د سينما ستوري عامر خان او شاعر جاويد اختر په يادولو سره زياته کړه: آيا جاويد اختر يا عامر خان په مراتي ژبه خبرې کوي؟ تاسو جرئت نه لرئ چې هغوی اړ کړئ په دې ژبه خبرې وکړي، خو تاسو غوره کوئ چې غريب هندوان ووهئ.  دغه ځاي چارواکي په دوام وويل چې په مهاراشترا کې د هندي ژبې د تپلو  پر وړاندې مخالفت «د هېواد د يوه اسلامي حکومت په توګه د بدلولو لپاره يوه دسيسه» ده، چې د مسلمانانو پر وړاندې د نفرت خپرولو او د لسمؤلو  زياتوالی ښيي.  د هند څو صوبې ، لکه مهاراشترا، تاميل نادو، کارناټک او کيرالا، د ناريندرا مودي د حکومت د هندي ژبې د تپلو د سياستونو پر وړاندې د زياتېدونکي مخالفت شاهد دي، چې دا  د خپل کلتوري او ژبني هويت لپاره ګواښ ګڼي.  دا جنجال وروسته له دې زيات شو کله چې هندي ژبه د ښوونځيو په نصاب کې شامله شوه، خو وروسته له هغې چې حکومت د وړاندوينه شويو اعتراضونو تر دباؤ  لاندې ورغی، نو اړ شو چې له خپل دريځه شاتګ وکړي.  د دغو  خطرناکو پرمختګونو په پام کې نيولو سره، د نړيوالو مسلمانو عالمانو اتحادئې د هند د مسلمانانو د حقونو په دفاع کې خپل پریکنده دريځ تکرار کړ او د توپیر او نفرت خپرونکو سياستونو پر ردولو ئې  ټينګار وکړ.  دغې اتحاديې په خپل وروستي بيان کې وويل: مونږ هر هغه قانون، اقدام يا پروژه په کلکه غندو چې پر توکمیز توپیر ولاړه وي، په ځانګړي توګه هغه ناعادلانه قانون چې حکومت ته د مسلمانانو د موقوفاتو د کنټرول اجازه ورکوي.  دغې اتحاديې ټينګار وکړ چې دا ناعادلانه قوانين او سياستونه نفرت راپاروي او ټولنيز جوړښت له ګواښ سره مخامخ کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4293136

captcha