IQNA

په ټول هېواد کې د اقتدار د شهيدانو په وياړ ۱۱۴ قرآني محفلونه ترسره کېږي

15:17 - July 12, 2025
د خبر لمبر: 3491389
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتدار د شهيدانو د ياد او خاطرو د لمانځنې په موخې سره ، د هېواد د قرآني ټولنې په هڅو سره ۱۱۴ قرآني محفلونه ترسره کېږي.

د کلتور او ارشاد اسلامي وزارت د قرآن او عترت معاونت د پلان جوړونې، تعليم او مشارکت پراختيا دفتر مشر، مرتضي خدمتکار، د ایکنا خبري اژانس  له خبریال سره په خبرو کې د ټول هېواد په کچه د قرآن کریم د انس محفلونو د جوړولو لپاره د پراخو پلانونو په اړه وویل: ټاکل شوې، چې په ایران کې په بېلابېلو برخو کې له ۱۰۰ ډېر قرآني محفلونه ترسره شي.هغه زیاته کړه: موخه د ۱۱۴ محفلومږ ترسره کول دي او تر اوسه له ۱۰۰ ډېر محفلونه په قطعي توګه نهايي شوي دي، هیله‌من یو، چې تر نن ورځې پای پورې دا شمېر ۱۱۴ ته ورسېږي.خدمتکار د ولایتونو د قرآني ټولنو د فعال او پراخ  رول په اړه ټینګار وکړ او وې ویل: دا محفلونه د ولایتونو د قرآني موسسو په هڅو او د خلکو د موسِسو له خوا ترسره کېږي. په پلان جوړونې کې ټینګار شوی، چې د محفلونو په جوړولو کې د خلکو د موسسو له ظرفیت څخه استفاده وشي، څو د محفلونو روحیه په ښه توګه وساتل شي.هغه وویل: هر ولایت ته د هغه سیمې د ځانګړو شرایطو او همدارنګه د ۱۲ ورځنۍ تپلي  جګړې د شهيدانو په پام کې نیولو سره، یوه مشخصه برخه ټاکل شوې ده. دا محفلونه به د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۹ ، د هېواد د قرآني ټولنې او عامو خلکو په پراخ  ګډون سره د اقتدار د شهيدانو پر مزارونو ترسره شي.د کلتور او ارشاد اسلامي وزارت د قرآن او عترت مرستیالۍ د پلان جوړونې، تعليم او مشارکت پراختيا دفتر مشر     د دې محافلو د وخت‌بندی په اړه وویل: د محفلونو وخت د ولایتونو په اختيار کې ورکړل شوی، څو د موسم  او ځاي  شرایطو سره سم مناسب وخت وټاکي. ډېری ولایتونو د پنجشنبې ماسپښین، چې د شهيدانو پر مزارونو  شتون  دود دی، د ماسپښین له ۵ بجو تر ۷ بجو پورې وخت ټاکلی دی. په ځینو ولایتونو لکه تهران او اصفهان کې به دا محفلونه د سهار په وخت ترسره شي.خدمتکار د دغې ملي پیښې د بریالیتوب په اړه هیله‌مندي څرګنده کړه او وویل: هیله‌من یو، چې د ټولو قرآني ټولنو په پراخې ملګرتیا سره، دا محفلونه په شانداره توګه ترسره شي او د هېواد قرآني ټولنه وکولی شي په دې محافلو کې د صهيونيستي رژیم د جنایتونو او وحشتونو په وړاندې خپل قاطع دریځ اعلان کړي. د ستر رهبر او د هېواد د وسله‌والو ځواکونو ملاتړ، د اقتدار د شهيدانو درناوی او د شهيدانو د کورنيو تکریم د دغو قرآني محافلو له اهدافو څخه دي.هغه د دې پیښې د رسنيز  پوښښ په اړه وویل: د تهران پروګرامونه به د قرآن او معارف چینل له لارې په ژوندۍ بڼه خپاره شي. همدارنګه، نورو چینلونو سره همغږي روانه ده، څو دا محفلونه په ولایتونو کې د ولایتي  چینلونو  له لارې هم پوښښ شي.د کلتور او ارشاد اسلامي وزارت د قرآن او عترت معاونت د پلان جوړونې، تعليم او مشارکت پراختيا دفتر مشر په پای کې ټینګار وکړ: دا محفلونه د هېواد د ټولو قرآني فعالانو او ادارو په ملګرتیا او هم‌افزایي سره ترسره کېږي، څو د ټول ایران په کچه د قرآني ټولنې د انس او یووالي نښه وي.

برگزاری ۱۱۴ محفل قرآنی در سراسر کشور ویژه شهدای اقتدار

https://iqna.ir/fa/news/4293210 

captcha