IQNA

د هند مسلمانانو د نوي وقف قانون په اړه اندېښنه ښودلې ده

16:55 - July 13, 2025
د خبر لمبر: 3491394
ایکنا - د ۲۰۲۵ وقف قانون چې د هند د حکومت له خوا تصویب شوی، د دغه هېواد په  مسلمانانوکې ئې ژورې اندېښنې رامینځةکړي دي.

ایکنانیوز د  د الجزیرې په حواله راپور ورکوي، دا نوی قانون د وقف اسلامي نظام د حقوقي او اداري جوړښت په بنسټیزو بدلونونو تمرکز لري.

هندی حکومت دا ادعا کوي چې د دغو اصلاحاتو موخه د شفافیت زیاتول او د وقف مدیریت اغېزناک کول دي، خو دا قانون په حقوقي، پوهنتوني او دیني حلقو کې پراخې شخړې راپارولي دي.

دیني مشران، د مدني ټولنو غړي او د هند اپوزیشن ګوندونه وایي چې دا قانون د مسلمانانو مذهبي حقونه، چې د ملي اساسي قانون له خوا تضمین شوي، تر پښو لاندې کوي. دوی استدلال کوي چې دا قانون د برابرۍ له اصل او د ډولوالي له روح  سره په ټکر کې دی، کوم چې د لږکیو حقونه د خپلو مذهبي چارو او بنسټونو په اداره کې خوندي کوي.

مخالفان باور لري چې دا قانون د وقف بنسټونو خپلواکي کمزوری کوي، مسلمانان څنډې ته کوي او د دوی په وقفي ملکیتونو د دولت کنټرول زیاتوي. د قانون یو له خورا لانجمنو مادو څخه دا ده چې غیر مسلمانان د مسلمانانو د وقف ادارو په مدیریت کې شاملوي.

کرکتونکي او نیوکه کونکي خبرداری ورکوي چې دا بدلونونه به د ټولنې په ګډون او د وقف مدیریت کې ژورې ستونزې پیدا کړي،او د قانوني او ټولنیزو پایلو له کبله به مسلمانې ټولنې ته زیان ورسوي. دا هغه ټولنه ده چې پر وقفي بنسټونو ډېر تکیه لري؛ لکه ښوونه او زده کړې، دیني مراسم، هدیرې، ټولنیز خدمات او د بېوزلو لپاره بشري مرستې.

د وقف اسلامي نظام د ۱۳ پېړۍ په پیل کې هند کې رامینځةشوی، کله چې سلطان معزالدین محمد بن سام غوري په ملتان کې د جامع جومات د جوړولو لپاره پراخې ځمکې وقف کړې. وروسته له هغه، د وقف ملکیتونه ډېر شول.

مسلمانانو دا ملکیتونه د اسلامي ښوونو پر بنسټ اداره کول، او عواید یې د ښوونځیو، جوماتونو، تعلیمي مؤسسو، هديرو، روغتیايي مرکزونو او نورو خیریه کارونو لپاره ځانګړي کول.

 https://iqna.ir/fa/news/4293950

captcha