ایکنا - د مسجد الحرام د قرآني حلقو او غونډو ادارې په یوې اعلامیې کې ووئیل چې د ښځو لپاره یې د دوبي ځانګړې دوره پیل کړې ده چې پکې د قرآن حفظ، د حفظ تکرار او د تلاوت ښوونه شامله ده. د دې دورې ټولې چارې د ښځو د څانګې له خوا تنظیم شوې دي. په دې دوبي دوره کې د ښځو لپاره ۶۰ قرآني حلقې جوړې شوې چې له ۱۵۰۰ زیاتې حافظې او زده کوونکې پکې برخه اخلي. د دې دورې موخه د قرآن کریم زده کړه او د حرمینو شریفین رسالت ترسره کول دي څو د ښځینه زائرینو ترمنځ د قرآن زده کړه عامه شي.
https://iqna.ir/fa/news/4295105