ایکنانیوز راپور راکوي،د صهیونیسټي رژيم په دغې حملې کې په وژل شویو کې د کلیسا کشیش یا پادری پدر جبرائیل هم شامل و. دغه برید د کلیسا ودانۍ ته درانه زیانونه ورسول او د هغو پراخو بریدونو برخه ده چې په ترڅ کې ئې مسجدونه او کلیساګانې په لوی لاس ویجاړ شوي دي. دې جګړې کابو ۱۰٪ د غزې نفوس له ثبت احواله ورک کړی دی.
د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وایي چې شاوخوا ۹۰٪ د غزې د مسیحي کلیساوو شتمني، چې له ۱۶ پېړیو زیاته تاریخچه لري، له منځه تللې او د غزې مسیحي ټولنې خپل درېیمه برخه نفوس له لاسه ورکړی دی.
الیاس الجلدة چې د عرب ارتودوکس کلیسا شورا غړی دی، ویلي: اوس یوازې ۶۰۰ تنه مسیحیان په غزه کې پاتې دي، حال دا چې د جګړې تر پیل مخکې یې شمېر نږدې ۱۰۰۰ تنه وو.
الجــلدة وايي: په دې جګړه کې د غزې ۳٪ مسیحیان شهیدان شوي دي؛ پکې دوه بشپړې کورنۍ د «آل صوري» له کورنۍ هم شاملې دي چې د ثبت احوال نه پاکې شوې دي او نږدې ۵۰ تنه ټپیان شوي دي. صهیونیسټي رژیم د زیتون په سیمې کې د «قدیس بورفیریوس» ارتودوکس کلیسا او دوه ځله د لاتین «خانواده مقدس» کلیسا هم په نښه کړې ده. د مسیحیانو ټول تعلیمي مرکزونه، لکه د «العائلة المقدسة»، «راهبات الوردیه»، «راهبات المحبة» ښوونځي او د لاتین پاتریک ښوونځی په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي. سربېره پر دې د مسیحیانو تر ټولو لوی فرهنګي مرکز چې په تل الهوا سیمه کې و، هم له مینځه تللی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4295243