IQNA

حجت‌الاسلام اختری،د وحدت  اونۍ

د اسلامي وحدت تحقق د فلسطین د دفاع په لاره کې یو ستر ګام دی

8:37 - July 23, 2025
د خبر لمبر: 3491437
ایکنا - د اسلامي وحدت د اونۍ د درنښت او ترسره کونکې مرکزي کمیټې مشر، حجت‌الاسلام والمسلمین محمدحسن اختری،ددغې کمیټې په لومړنۍ ناستې کې د اسلامی وحدت د عملیاتي کولو اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل،که سږکال دغه وحدت او یووالی په واقعي توګه تحقق ومومي ، نو دا به د فلسطین په دفاع او له استکبار او امریکا سره په مقابلې کې یو لوي ګام وي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامي وحدت د اونۍ د درنښت او ترسره کونکې مرکزي کمیټې مشر، حجت‌الاسلام والمسلمین محمدحسن اختری، د دغې کمیټې په لومړۍ غونډې کې چې په  سه‌شنبه ورځې ،یعني د چنګاش میاشتې په ۳۱  د اسلامي تبلیغاتو د همغږۍ شورا په مرکزي دفتر کې وشوه، وویل: خدای ژمنه کړې چې اسلام، مسلمانان او د اسلام پیغمبر(ص) سره به مرسته وکړي . د پیغمبر(ص) ژمنه هم دا ده چې یوه ورځ به په  الاقصی جومات کې لمونځ کوو او زمونږ امام به هلته امامت کوي. ان‌شاءالله دا الهي ژمنه به ژر تر ژره پوره شي.

هغه زیاته کړه؛ اوس د دغو ټولو موضوعاتو د تفصیل لپاره وخت نشته، خو څو وړاندیزونه لرم چې باید عملي اقدامات وګرځي. مونږ درې چولیزي پروګرامونه درلودلی شو: یو د وحدت اونۍ لپاره، بل د ربیع الاول میاشتې لپاره، او درېیم د حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه زوکړې د ۱۵۰۰ کلن کال د درناوي لپاره. دغه ټولې موقعې باید په منسجم پروګرام سره ترسره شي.

ښآغلی اختري وویل: که سږ کال په رښتیني ډول اسلامي وحدت رامینځته کړو، نو دا به د فلسطین د دفاع او د استکبار او امریکا په وړاندې یو ستر ګام وي. د اسلامي نړۍ ظرفیتونه ډېر دي. که اسلامي هېوادونه سږ کال له دغو ظرفیتونو څخه استفاده و نه کړي، نو نه جبرانېدونکی زیان به وویني.

هغه روښانه کړې ده ،اوس ویل شوي چې زر کشتۍ به د غزې د مرستې لپاره تجهیز او واستول شي. دا باید یوازې شعار پاتې نشي، بلکې باید د نړۍ په کچه د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې یو نړیوال موج رامینځته کړو. له همدا اوسه باید له د اسلامي نړۍ له علماوو سره خبرې او پلانونه وکړو څو اسلامي وحدت عملي بڼه خپله کړي.

د اسلامي وحدت د اونۍ د درنښت او ترسره کونکې مرکزي کمیټې مشر، حجت‌الاسلام والمسلمین محمدحسن اختری، وویل: واقعاً دا د مسلمانانو لپاره د شرم خبره ده چې ښځې، نارینه او ماشومان د لوږې له امله د خوړو په صفونو کې مري او مونږ یوازې ګورو. باید فکر، پلان او اقدام وکړو.

هغه په پای کې وویل: په داسې حال کې چې په امریکا او اروپا کې محصلین د فلسطین د خلکو ملاتړ لپاره کوڅو ته راوتلي دي، خو په ډېرو اسلامي هېوادونو کې محصلین او استادان چوپ دي او هېڅ اقدام نه کوي. دا په داسې حال کې دي چې لوېدیځ پاڅېدلی او فریاد کوي؛ آیا زمونږ لپاره مناسب نه دی چې راپاڅو؟ ان‌شاءالله خدای دې مونږ ته توفیق راکړي چې په دې لاره کې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4295623

captcha