IQNA

په بلغاريا کې د دوو تاريخي جوماتونو د بیارغولو لپاره د ترکيې او بلغاريا تړون

12:33 - July 24, 2025
د خبر لمبر: 3491445
ایکنا - د ترکيې د اوقافو عمومي مديريت او د بلغاريا د ستر مفتي دفتر د بلغاريا په خاوره کې د دوو تاريخي جوماتونو د بیا رغونې لپاره د ملګرتیاپروتوکول لاسليک کړ.

ایکنانیوز د ترکيه تودي له قوله راپور راکړ، دا تړون په انقره کې د ترکيې د اوقافو ادارې د عمومي مديريت په مرکزي دفتر کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسليک شو، چې د بالکان په سيمې کې د څو سوه کلنې عثماني معمارۍ د ساتنې په برخې کې يو مهم ګام بلل کېږي.

دا تړون د بلغاريا په یامبول ښار کې د ابوبکر جومات او په پرووادیا ښار کې د ساري حسین پاشا جومات د ترميم یا بیا رغونې چارې رانغاړي.

د ترکيې د اوقافو عمومي مدير، سينان آکسو، ټينګار وکړ چې دا ملګرتیا يوازې د ودانۍ ترميم یا رغونه نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو د ګډ کلتوري ميراث او ګډې ټوليزې حافظې د بيا راژوندي کولو لپاره ژوره معنا لري.

آکسو څرګنده کړه: «د ساري حسين پاشا جومات او ابوبکر جومات د ترميم چارې به ډېر ژر پيل شي او زمونږ اصلي هدف دا دی چې دا جوماتونه په خپل اصلي بڼه وساتو.»

د ساري حسین پاشا جومات په ۱۷۰۳ کال کې جوړ شوی او د پرووادیا ښار د مرکز په نږدې کې موقعيت لري. ابوبکر جومات هم نږدې د بلغاريا د پولو او د ادرنه ښار څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لرې پروت دی او اټکل کېږي چې د عثماني خلافت د لومړيو کلونو په مهال په بالکان کې جوړ شوی وي.

https://iqna.ir/fa/news/4296000

captcha