IQNA

د دوبئ د قرآن کريم په نړیوالو سياليو کې د ګډون لپاره له ۱۰۵هېوادونو له ۵۶۰۰ زياتو کسانو نوم‌ليکنه

12:33 - July 24, 2025
د خبر لمبر: 3491446
ایکنا - د دوبئ د اسلامي چارو او خيريه فعاليتونو عمومي مدير اعلان کړی چې د دوبۍ د قرآن کريم د نړيوالې جايزې د ۲۸پړاؤ د نوم‌ليکنې تر وروستئ نیټې پورې، له ۱۰۵ هېوادونو ۵۶۱۸ کسانو په راتلونکې پړاؤ کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي.

ایکنانیوز د الامارات اليوم له قوله راپور راکړ، د دوبۍ د اسلامي چارو او خيريه فعاليتونو عمومي مدير او د دې جايزې د کمیټې مشر احمد درويش المهيري، وويل: «سږکال په دې پړاؤ کې د ګډونوالو په شمېر کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.»

د هغه په وينا، تر نوم‌ليکنې پورې ۵۶۱۸ غوښتن لیکونه ترلاسه شوي چې ۳۰ فیصده ئې د ښځو لپاره دي.

المهيري ټینګار وکړ چې د قرآن حافظانو دا پراخ ګډون، که ښځې وي او که نارينه، د دغو سياليو د پرمختيايي ليد په بريا دلالت کوي چې د نړيوالې ونډې پراخوالي ته لاره هواروي. دا ليد د قرآن خدمت کې د دوبۍ مخکښ مقام او د هغې رول د يوه نړيوال مرکز په توګه د قرآن حافظانو، محققينو او هغو موسسو د درناوي لپاره چې قرآن ته خدمت کوي، لا پياوړی کوي.

هغه وويل: «دا بې‌ساري ګډون د هغه کيفي پرمختګ پايله ده چې د جايزې د پرمختيايي ليد له لارې په ۲۸ پړاؤ کې رامینځته شوی. په تیره بیا د ښځو لپاره په ځانګړي ګروپ کې د ګډون اجازت، د شخصي مستقيمې معرفۍ له لارې د ګډون فرصت (تر څنګ د معمول هېوادونو او اسلامي مرکزونو له لارې معرفۍ) او د جايزو د ارزښت زياتوالی د يادونې وړ دي.»

د راتلونکې دورې د جايزو ټول ارزښت له ۱۲ ميليونه درهمو اوړي چې په کې د ښځو او نارينه‌وو د هرې برخې اول مقام ګټونکی يو ميليون ډالر ترلاسه کوي.د دوبۍ د نړيوالې قرآن جايزې لنډمهاله مدير ابراهيم جاسم المنصوري وويل: «مونږ له امريکا، کاناډا، روسيې او اروپايي هېوادونو لکه برېتانيا، جرمني، فرانسه، ايټاليا، هسپانيا، هالېنډ، ناروې او سوېډن څخه د قرآن حافظانو د ګډون د پام وړ غوښتنې ترلاسه کړې دي. همدارنګه له ګڼ شمېر آسيايي او افريقايي هېوادونو او نيوزيلنډ څخه هم غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.»

https://iqna.ir/fa/news/4295864

 

بچوې: د قرآن ، دوبئ
captcha